اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي عمران خان د ادارو بليك ميل كولو اجازه نه لري٬عمران خان د اليكشن كمشنر ذات پخپل ناسمه سوچ په نخښه كړے٬عمران نيازي د ضمني ټاكنو ګتلو نه پس هم د درغلې تورونه لګوي ٬ د هغه مقصد يوازې په الېكشن كمېشن فشار اچول دي ٬ضمني ټاكنې سپيځلې او پاكې وې٬څوك هم هغې ته ګوته نشي نيولې٬راتلونكې ټاكنې به هم سپيځلې او بې پرې وي٬عمران نيازي په خپل دور كښې د ټګۍ او درغلې رېكارډ جوړ كړے٬تر ننه هم داسې كېږي چې څوك په الېكشن كښې ماتې خوري هغه تورونه لګوي خو مونږ دغه روايت بدل كړے ٬ ده ووئېل په ټاكنو كښې د ماتې خوړولو باوجود مونږ په انتخابي نتيجو د باور څرګندونه كړی٬مسلم ليګ(ن)د عمران خان د كمپائن په سختو ټكو غندنه كوي كوم كښې چې هغه ادارې بليك ميل كوي او په ټګۍ برګۍ پرې خپله خبره منل غواړي٬داسې به چرته هم ونه شي٬د پاكستان ټول سياسي ګوندونه او مسلم ليګ(ن) به هيڅ كله اجازه ورنه كړي چې عمران نيازي د ادارو د مشرانو تضيحك وكړي۔د چيف الېكشن كمشنر پشمول د ټاكنو كميسون په ټولو ممبرانو د ټول قام باور دے ٬مونږ د هغوي سره ولاړ يو٬ ده ووئېل مونږ په جمهوري روايات باور لرونكې خلق يو٬مسلم ليګ(ن)د لوډشېډنګ پشان بحرانونو څخه هېواد ويستلے ٬هېواد ئې اتومي قوت جوړ كړے٬انشاﺀ الله مسلم ليګ(ن)به راتلونكو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي ۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره د پرېس كنفرنس په مهال كړی۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل عمران خان نيازي د ټاكنو په ګټلو هم وائي چې مونږ سره دهاندلې شوې٬د هغه مقصد دا دے چې د فارن فنډنګ پريكړه محفوط ده او هغه په الېكشن كمېشن فشار اچولو لپاره داسې بيانونه وركوي۔ده ووئيل كومو كانديدانو چې ماتې خوړلې هغوي هم انتخابي نتيجې تسليم كړي ٬د ضمني ټاكنو نتيجو نه پس مونږ خپل احتساب كړے ٬د خپلو كمزورو مو جاج اخستے ٬ ده ووئېل داسې ټاكنې شوي چې څوك ورته هم ګوته نشي نيولې٬په ټاكنو كښې د امن٬د ټاكنو عملې تښتولو ٬ د جعلي ووټ اچولو كوم خبر نه دے رامخې ته شوے٬مونږ په ټاكنو كښې د ماتې خوړولو باوجود په انتخابي نتيجو د باور څرګندونه كوو۔ده ووئيل تر ننه هم دغه كېږي چې څوك الېكشن كښې ماتې خوري نو هغه تورونه لګوي خو مونږ روايت بدل كړے او خپله ماتې مو تسليم كړې ٬ مونږ جمهوري خلق يو٬په جمهوري روايات باور لرونكې خلق يو۔ده ووئيل په ضمني ټاكنو كښې په 3140 پولنګ اسټېشنز كښې يوازې په اووه اته ځايونو د معمولي نوعيت پیښې رامخې ته شوې٬كوم ځاني زيان نه دے شوے٬چې كوم كانديد ټاكنو كښې ماتې خوړلې هغه هم د ټاكنو نتيجې تسليم كړي٬ ده ووئېل د ضمني ټاكنو نتيجو نه پس مونږ خپله احتساب كړے ٬د خپلو كمزورو مو جاج اخستے ٬دې نتيجې ته رسېدلې يو جې په دې 20 حلقو كښې زمونږ د كانديدانو څخه د حلقې خلق د پرمختيائي كارونو نه كولو په سبب مرور وو۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)به راتلونكو ټاكنو كښې د كاركردګۍ څرګندونه كولو سره كاميابي ترلاسه كوي۔ده ووئيل چې كله عمران نيازي په حكومت كښې ؤ ٬هغه انتخابي عمله اغوا كړې وه ٬دهاندلي ئې كړی وه٬نن په مركز او صوبه كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت ؤ او سپيځلې ټاكنې مو كړي ٬د دې باوجود عمران نيازي وائي چې په ټاكنو كښې دهاندلي شوې كومه چې يوه خندنۍ خبره ده٬ ده ووئېل كه عمران خان په ټاكنو كولو كښې مخلص ؤ نو هغه به د كے پي كے او پنجاب اسمبلۍ ماتې كړی وې٬كله چې هغه وزيراعظم ؤ نو د عدم اعتماد تحريك د يرې هغه قامي اسمبلۍ ماته كړه٬هغه به د كے پي كے او پنجاب اسمبلۍ هم ماتې كړی وې۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن)د لوډشېډنګ پشان بحرانونو څخه هېواد ويستلے ٬هېواد ئې اتومي قوت جوړ كړے٬زمونږ او د محمد نواز شريف د عزت او احترام رشته ده٬وزيراعظم محمد شهباز شريف تل محمد نواز شريف خپل مشر ګڼلے او د هغه په پريكړه يې د باور څرګندونه كړې۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)يوه نعره وه چې ووټ كو عزت دو٬انشاﺀ الله مسلم ليګ(ن)به راتلونكو ټاكنو كښې بشپړه كاميابي ترلاسه كوي٬د راتلونكې لائحه عمل په اړه اتحادي ګوندونه چې كومه پريكړه وكړي پريكړه به هم هغه وي۔
عمران خان د ادارو بليك ميل كولو اجازه نه لري٬عمران خان اليكشن كمشنر په نخښه كړے٬عمران نيازي په ټاكنو ګتلو هم وائي چې درغلي شوې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن