اسلام آباد۔08ستمبر(اے پی پی) د وزيراعظم وياند او خصوصي مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د سندھ سركار په سرپرستۍ كښې د روغتيا او زده كړو بجټ په كرپشن قربان شوے دے۔ د سندھ 52 فیصده كوچنيان د سكول نه بهر دي۔ پرچي سركار بايد دې ته خپل پام وګرځوي۔ په ګرد پنجاب كښې د نوې تعليمي كال پېل د پرائمرۍ په كچه د يو ډول نصاب نفاذ سره شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د بلاول زرداري په بيان خپل غبرګون كښې وكړه۔ هغه ووئيل پيپلز ګونډ د لسيزو نه اندرون سندھ كښې زده كړو ته پام نه دے ګرځولے۔ هغه وئيل اېن جي اوز ته پرېښودلے شوے د سندھ تعليمي نظام بربادۍ سره مخ دے۔ د سندھ 52 فيصده كوچنيان د سكول نه بهر دي۔ پرچي سكاري بايد دوئي ته پام وګرځوي۔ هغه ووئيل كه دوئي د زده كړو د اهميت نه خبر وې نو د زده كړو 50 سكيمونه به د 15 كلونو نه ځنډ سره مخ نه وې۔ د وزيراعظم د يو ډول نصاب نافذ كېدو خوب پېل پنجاب څخه شوے دے۔ يو ډول نصاب د 2 اګست 2021 نه ټولو پبلك ٬ پرائېوېټ سكولونو او ديني مدرسو كښې نافذ دے۔
د سندھ سركار په سرپرستۍ كښې د روغتيا او زده كړو بجټ په كرپشن قربان شوے۔ ډاكټر شهباز ګل
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل