اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې د پاکستان حکومت د ژوند په هره څانګه او هره كچه د مېرمنو جامع ګډون باوري كولو له كار كوي ٬ د مېرمنو انټر پرېنيورشپ٬ آئي ټي ٬ سائنس ټېكنالوجۍ٬ تعليم او د سياست غوندې څانګو كښې لوئې كاميابۍ ترلاسه كړې دي او په حكومتي كچه او په نړيوالو نتظيمونو كښې په مهمو چوكو غوره كړې شوې دي۔ وزيراعظم دا خبرې د مېرمنو نړيوالې ورځې په مو??ع خپل پېغام كښې كړې دي كومه چې د شورو په ورځ ولمانځل شوه۔ وزیراعظم ووئيل مو??ږ د نړيوالې ورورولۍ سره په ګده د مېرمنو ورځ لمانځو۔ د دې ورځې سرخط چېنجنګ ورلډ آف ورك٬ د 2030 نه تر 2050 دے۔ وزیراعظم د صنفی مساوات، د مېرمنو اختيار مندې كولو او د بشري حقونو د نوي او موجوده اعلاناتو عملي كولو له د 2030 په تږ لاره په تندۍ سره د كار كولو په اړتيا ټېنګار كړ??۔ ده ووئيل د پاكستان آئين مېرمنو له برابر حېثيت وركوي٬ د آرټيكل 18 له مخې مېرمنو ته په هره پېشه كښې د شاملېدو حق و??كړ?? شوې دغسې په آرټيكل 25 كښې د مساوات او په غېر امتيازي سلوك زور رواړلې شو??۔ ده ووئيل پاكستان د مېرمنو پرمختګ له په نړيوال عزم بشپړ عمل كوي ٬ د پاكستان حكومت د بشري حقونو د 7 بنيادي كنونشنز توثيق كړې چې پكښې د مېرمنو په ضد د هر كچې د فرق د خا??مې كنونشن هم شامل دے ۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د مېرمنو په اړه د بشري حقونو په مهمو ترجيحاتو كار كوي چې پكښې په صنفي بنياد د تشدد خا??مه، د مېرمنو په ضد د ټولو امتيازي قانونونو د خا??مې جاج ٬ نوې كرائسز سنټرې جوړول او په ضلعي ٬ صوبائي او وفاقي كچه د دوي خېرښګړې له اوسني سروسز مستحكمول شامل دي ۔ ده ووئيل د جمهوري اقدارو مضبوطيا لپاره زمونږ حكومت په ټولټانكو كښې د مېرمنو ګډون زياتولو له عزم كړې چې له مخې به ئې نه يوازې اولسي نمائندګي زياته شه بلكې په زلمي كول كښې به د ووټنګ كلتور ته هم وده تر لاسه شي ۔ ده ووئيل حکومت ګڼ شمېر مهم ګامونه پورته كړي چې پكښې د پاليسۍ بدلون٬ قانوني اصلاحات٬ انصاف ته رسنه ٬ د مېرمنو ٬ ماشومانو ٬ ا??لي??ونو او د بې وزله خلقو تحفظ شامل كول شامل دي ۔ ده ووئيل د اتلسم آئيني بدلون له مخئ د صوبائي حكومتونو ذمه واري ده چې ھغوې د مېرمنو د حقونو تحفظ او ودې له هر ډول ممكنه هڅې وكړې او وفاقي حكومت به په دې لړ كښې ورسره بشپړه مرسته كوي۔
حکومت د ژوند په هره څانګه او هره كچه د مېرمنو جامع ګډون باوري كولو له كار كوي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی