اسلام آباد02 فروري (اے پی پی) د خزانې وزير شوكت ترين د ضروري څيزونو بيعې كنټرول كولو او په هېواد كښې د ضروري څيزونو باوري كولو لپاره د اقدامات روانو ساتلو سپارښتنه كړې۔ده دا سپارښتنه د شورو په ورځ د نېشنل پرائس مانيټرنګ كمېټۍ غونډې مشرغ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د فوډ سېكورټي وفاقي وزير سيد فخر امام٬د صنعت او پېداوار سېكرټري٬دنېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وزارت سېكرټري٬صوبائي چيف سېكرټريز٬د خزانې وزارت اقتصادي صلاحكار٬د پي بي اېس ممبر٬د يوټېلټي سټورز كارپورېشن اېم ډي او نورو ګډون وكړو۔په غونډه كښې اسلام آباد ډپټي كمشنر٬كېپټل تيريټري او نورو افسرانو ګډون وكړو۔د خزانې وزارت اقتصادي صلاحكار ګډون كوونكي د ګرانۍ اوونيز رپورټ په اړه خبر كړل۔ده ووئيل تېرې اونۍ په مهال د ګرانۍ په شرح كښې 0.11 فيصده كمے رېكارډ كړے شوے ۔تېره اونۍ د 26 څيزونو بيعې مستحكمې وي دغسې د 8 څيزونو په بيعو كښې كمے راغلے ۔اېن پي اېم سي له د سي پي آئي افراط زر په حقله هم بريفنګ وركړے شو۔د خزانې وزير د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت ته سباؤن كښې د غنمو وركولو لپاره د تګلارې مرتب كولو سپارښتنه وكړه۔په غونډه كښې هېواد كښې د چينو په بيعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
د خزانې وزير شوكت ترين د ضروري څيزونو بيعې كنټرول كولو او د ضروري څيزونو باوري كولو لپاره د اقدامات سپارښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش