اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي نيا پاكستان قامي صحت كارډ د هېواد د تاريخ لوي پروګرام دے٬ يونيورسل هېلتھ کوريج نظام په يو شمېر پرمختګ كړو هېوادونو كښې هم نشته ٬ د هېلتھ کارډ تر ټولو زياته ګټه غريبې او مېنځنۍ طبقې ته رسي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د صحت څانګې پحقله د مهمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔په عونډه كښې قامي صحت لپاره خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان، د صحت صوبائي وزيرانو ډاکټر ياسمين راشد او تېمور سليم جھګړا ګدون كولو ۔ په غونډه كښې وزيراعظم وفاق، پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د صحت بنيادي سهولتونو وركولو ٬ د صحت كارډ او د جاري منصوبو پېشرفت نه خبر كړے شو۔ وزيراعظم ته وئېلې شول د نيا پاكستان قامي صحت كارډ پروګرام له مخې پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې اولس په لويه شمېره د صحت وېړيا سهولتونو څخه مستفيد كېږي، حکومت د هېواد پسمانده ضلعو كښې ماشومانو ته د سټنټډ ګروتھ مخنيوي لپاره پروګرام پېل كوي ٬ د دې نه علاوه د مور او ماشوم صحت بهترۍ لپاره به د زېږون نه پس د وېكسينېشن تر بشپړېدو د ماشوم د صحت څارنه كولې شي، په هېواد كښې د نرسنګ څانګې استعداد زياتولو لپاره حکومت د نړيوال معيار ټرېننګ وركولو لپاره اقدامات كوي ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د حکومتي اقداماتو په سبب هېواد كښې د جنرل وېکسينېشن شرح 66 فيصد نه 76 فيصد شوې او په پنجاب كښې دا شرح 91 فيصد ته رسېدلې چې په نړيواله كچه ئې ډاډګيرنه كېږي٬ د دې نه علاوه د کرونا وېکسينېشن شرح پحقله هم متعين كړي هدفونه سر كېږي۔ په دې موقع وزيراعظم د بنيادي صحت په اړه په روانو منصوبو او اقداماتو په ترجيحي بنيادونو د عملدرامد باوري كولو امر وكړو
د هېلت کارډ تر ټولو زياته ګټه غريبې او مېنځنۍ طبقې ته رسي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔