اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق وئيلي دي چې د وزیراعظم محمد نواز شریف عمومي اسمبلۍ ته وېنا د نړۍ د مسلمانانو د جذباتو ترجماني او د مظلوم اولس د زړونو غږ دے٬ د مودي حكومت د ګاندهي قاتلانو څخه نن اتلان جوړ كړي ٬ د كشمير كشالې هواري په لړ كښې په هند كښې دننه هم خبرې پېل شوې ٬ د كشميريانو قربانۍ به رنګ راوړي۔ اے پي پي سره خپله خاص مركه كښې ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف عمومي اسمبلۍ ته وېنا د نړۍ د مسلمانانو د جذباتو ترجماني او د مظلوم اولس د زړونو غږ دے۔ ده ووئيل وزيراعظم خپلې وېنا كښې نه يوازې جذباني نعرې وهلې وې بلكې د حالاتو سمه اندازه او د سباٶن لپاره ئې وړاندېزونه هم وركړي٬ چې پكښې د نريوالې ټولنې په وړاندې يوه غوښتنه وه چې ھغوې د منطقې امن او سلامتيا لپاره په ګډه لاره راوباسي او ھغه لاره د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې ده۔ده ووئيل مودي سركار جرمونه پټولو لپاره هند كښې په ميډيا بندېز لګولې۔ ده ووئيل چې هند نړيوالو ډاكټرانو او مبصرينو ته د تګ اجازه نه وركوي دې لپاره بايد پاكستان نړيواله ميډيا پاكستان ته راوبلي او د آل پارټيز حريت كنفرنس مشرانو او كشميري كډوالو او نمائندګانو سره د ئې ملاقاتونه وكړي دغسې چې ھغوې د رښتنې وضعې نه خبر شي
د وزیراعظم محمد نواز شریف عمومي اسمبلۍ ته وېنا د نړۍ د مسلمانانو د جذباتو ترجماني او د مظلوم اولس د زړونو غږ دے
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس