اسلام آباد 15 فروري(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان په نړۍ كښې اهميت زياتېږي٬د وزيراعظم عمران خان د روس دوره د دې عكاسي ده٬ د كال 2018 څخه اورم چې نن حكومت روان دے او سبا روان دې٬هېڅ نه دې شوي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په مركه كښې ده ووئيل كه حكومت زده كوونكو ته تعليم او سكلز سيټ وركړي نو په څلورو پنځو كلونو كښې به يې نتيجې راوځي٬تعليم يافته ځوانان به د هېواد په معيشت كښې خپل كردار ادا كول پېل كړي٬ 22 لكه هلكانو او جينكو د ډيجيټل سكلز كورسز كړي او په لويه شمېره هغوي كورسونه هم پاس كړي٬ اوس به هغوي ليول ټو ته ځي۔ده ووئيل د كووېډ 19 باوجود په پاكستان كښې د كركيلې او ټېكسټائل سيكټر پرمختګ كړے۔ده ووئيل د يوې اندازې له مخې د كركيلې څانګې ته يو ټريلين زياتې روپۍ تر لاسه شوي او د ټېكسټائل څانګې د 8 نه تر 900 اربه روپۍ ګټلي ۔دا مهال په ټوله نړۍ كښې ګراني ده په پاكستان كښې هم د دغې آغېز شته ٬حكومت چې د كووېډ او ګرانۍ آزمېښت نه راوځي نو د هېواد سباؤن روښانه دے ۔د افغانستان صورتحال په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل په نړيوالو اړيكو كښې د رېښتيا پیژندګلي مخ په كمېدو ده٬د نړۍ هېوادونه د خپلې معاشي ګټې تر مخه پريكړې كوي٬ پاكستان دا واضحه دريځ لري چې نړۍ دې افغانستان د معاشي او انساني بحران څخه ويستلو لپاره د افغان اولس مرسته وكړي٬ ده ووئېل هغه وخت به راځي چې كله اخلاقي معيار بېرته راشي٬اسلام په واضحه توګه د مظلومو خلقو د ملاتړ كولو تعليم وركړے۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د صدارت چوكۍ ته د راتللو نه پس ما نزدې نزدې 90 كتابونه لوستې دي
د پاكستان په نړۍ كښې اهميت زياتېږي٬د وزيراعظم عمران خان د روس دوره د دې عكاسي ده٬ د كال 2018 څخه اورم چې نن حكومت روان دے او سبا روان دے٬هېڅ نه دې شوي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم