اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره د ايران سفير مهدي هنر دوست ليدلې دي۔دوهمې وزيرې پھ دې مها?? د ??ېډيا كلتور او انفارمېشن پھ مېدان كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔پاكستان د ټولو قامي خپرونو او فلم كميسون جوړولو لپاره چمتو دے چې پكښې د فلمي صنعت بحالي او د هنرمندو٬پروډيوسرانو او فلم جوړونكو لپاره به سازګاره چاپېرچل راجوړولې شي دغسې چې هغوي د ايران په مرسته خپل پېشه ور صلاحيتونه لا موثر او متحرك كړی شي۔دې ووئيل پاكستان د ايران سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬د دواړو هېوادونو قامي ورثه٬كلتوري اقدار او مذهب به د ايران او پاكستان اولس يو بل ته لا نزدې كولو له مهم كردار ترسره كړي۔مريم اورنګزېب ووئيل پاكستان كلتوري تبادلې او د دواړو هېوادونو ت??مينځه رابطې لا زياتول غواړي او مذهبي او په كلتوري لحاظ د دواړو ګاونډيانو هېوادونو د وړاندې نه شته اړيكې لا ښه كول غواړي۔دې ووئيل پاكستان به د دواړو هېوادونو ت??مينځه د كلتوري اړيكو لا پراختيا له د ايراني حكومت دا ړخه د كومې هم مرستې ??رك??ے كوي۔ او د دواړو هېوادونو كلتور يو بل سره معرفي كولو له به هر ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔د اطلاعات دوهمې وزيرې د كلتوري او ابلاغ ذريعو استازو پلاويو په تګ راتګ زور راوړو۔دې د اطلاعات وزارت اړوندو چارواكو ته سپارښټنه وكړه چې هغوي د ايران سفارت سره يو موثره رابطه او د مرستې قائمولو لپاره د كلتوري پلاويو ت??ادلې زياتې كړي۔ملاقات كښې د ايران سفير او دوهمې وزيرې په خاص توګه د مېډيا كلتور او د انفارمېشن په حقله د اړيكو لا قوي كولو په چارو غور وكړو۔دوهمې وزيرې د قامي ورثې او په ګډه اقدارو ودې له په ګډه د فلم او ډرامو پروډكشن له هم وړاندېز وركړو۔د ايران سفير ووئيل ايران د پاكستان سره كلتوري ا ړيكې زياتول غواړي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو اولس ګټې له اړيكې ګټورې او معنې خيزه جوړول غواړو۔مهدي هنردوست د اطلاعات وزيرې له په اسلام آباد كښې د ايران سفارت د فارسۍ مركز دورې كولو بلنه هم وركړه
د مېډيا كلتور او انفارمېشن پھ مېدان كښې د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا