ملتان13ستمبر (اے پي پي)د پاکستان تحريك انصاف د سوئيلي پنجاب نوي منتخب صدر سېنيټر عون عباس بپي وئيلي دي چې د سوئيلي پنجاب په ټولو ضلعو كښې وركرز كنونشن كولو سره د منتخب نمائندګانو٬ ضلعوي عهدېدارو او كاركنانو ترمېنځه همغږي پېدا كول زما ترجيحات دي٬ شاه محمودقرېشي سره په ګډه كار كولو سره به د سوئيلي پنجاب اولس ته ګټه وشي٬ فعاله او صلاحيت لرونكي ځوانان نه يوازې د تحريك انصاف بلكې د هېواد بهترين سرمايه دي٬ عمران خان د يو سوچ٬ نظريې او فلسفے نوم دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره په خبرو كښې كړې۔عون عباس بپي ووئيل د وزيراعظم عمران خان مننه كوم چې په ما باور كولوسره ئې زه د سوئيلي پنجاب صدر منتخب كړم۔ ده ووئيل ما ته د منتخب نمائندګانو٬ ضلعوي عهدېدارو او كاركنانو ترمېنځه د همغږې پېدا كولو ټاسك راكړې شوې دې۔ ده ووئيل دې لپاره به مونږ په هره اوونې كښې په ټولو ضلعو كښې وركرز كنونشن كوٶ چې پكښې به ټول منتخب نمائندګان٬ ضلعي عهدېدار او د وركرز نه علاوه ضلعي انتظاميه هم موجود وي او په موقع به كاركنانو او اولس ته د رامخې ته مسئلو ازاله كولې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې به په اتلسم ستمبر په بهالپور كښې وركرز كنونشن كولې شي۔سېنيټر عون عباس بپي ووئيل زما په اسلام آباد كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمودقرېشي سره تفصيلي ملاقات شوې دې او مونږ د دې خبرې عزم كړې دې چې په ګډه به د سوئيلي پنجاب محرومۍ لرې كولو لپاره كار كوٶ۔ ده ووئيل پاکستان تحريک انصاف به د كال 2023م په ټاكنو كښې په اكثريت سره بريالې كېږي۔ ده ووئيل حكومت په ګرانې قابو موندلو٬ د روزګار موقعې پېدا كولو لپاره بشپړه اقدامات كوي
شاه محمودقرېشي سره په ګډه كار كولو سره به د سوئيلي پنجاب اولس ته ګټه وشي۔ سېنيټر عون عباس بپي
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil