اسلام آباد 25 اكتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سينيټ محمد صادق سنجراني وئيلي دي اسلام د روادارۍ، مينې او د امن پېغام وركوي٬ په نړۍ كښې زياتېدونكې اسلامو فوبيا مسلمانانو لپاره د سنګينو نتيجو سبب جوړېږي٬ د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په انډونيزيا كښې د نړيوالې اولسي مشاورتي اسمبلۍ فورم پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې صادق سنجراني ووئي?? د ??سلام دښمنان مسلمانان په انفرادي او اجتماعي توګه په نخښه كوي۔ ده د “شخړو حل” او د “تجارت ودې” لپاره د كمېټو جوړولو تجويز پارلمان??نو ته وړاندې كړو دغسې چې د مسئلو حل لپاره موثره فورم جوړ كړے شي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل اسلامي هېوادونه د يو اكائي په توګه كار كولو كښې پرله پسې ناكامه دي، په فلسطين او كشمير كښې په مسلمانانو ظلمونه او بربريت انسانيت سوز عمل دي او د روهنګيا كډالو او د افغانانو بحالۍ لپاره پرله پسې غږ پورته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د ملګرو ملت??نو سلامتي كونسل او نورو مهمو فورم??نو له په دې ظلم??نو لائحه عمل اختيارل پكار دي ، ده ووئېل جنرل اسمبلۍ په اتفاق سره يو قرارداد منظور كړے كوم چې پاكستان د او آئي سي د لارې وړاندې كړے ٶ چې هر كال به د مارچ پنځلسمه نيټه د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې شي ۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها مالي او ځاني قربانۍ وركړي ٬ نزدې يو لك پاكستانيان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شهيدان شوي او 126 بېليون ډالره مالي زيان هم پاكستان ته رسېدلے دے۔ ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواك??نو د ډېرو خوارو په سبب مونږ د امن دښمنانانو ته په ماتې وركولواو په ترهګرۍ قابو موندلو كښې بريالي شوې يو او زمونږ د وسله والو ځواك??نو شمېر د نړۍ په ښه وظيفائي ځواك??نو كښې كېږي، ده ووئېل د پاكستان وسله وال ځواكونه په نړۍ كښې هر ډول چېلنج قبلولو لپاره تل چمتو وي او په جنګ او امن كښې د ملګرو ملت??نو په مشنز كښې د پاكستان د وسله والو ځواك??نو كردار د دې خبرې واضح ثبوت دے ۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړو چې په غېرجانبداره ډو?? د ??وله ايزو خبرو اترو د لارې د اسلامي هېواد??نو ترمېنځه د موجوده شخړو خاتمې لپاره كار كولې شو ٬ ده ووئېل د او آئي سي غړو ترمېنځه اقتصادي مرستې زياتولو لپاره دې لائحه اختيار كړې شي او دې لپاره دې مستقل سېكرټرېټ جوړ كړے شي۔ په دې موقع ده پاكستان كښې د اوسني سېلابي صورتحال ذكر كولو سره په انساني بنياد??نو د مرستې په اړه د انډونيزيا مننه هم وكړه۔ ده ووئي?? د ??ئي ټي پحقله د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان، د تركيه د صدر رجب طيب اردوان او د قطر امير شېخ تمېم بن حمد الثاني لخوا ځنوانانو لپاره د معاونت ستائنه كوٶ۔ ده د جمهوريه انډونيزيا اولسي مشاورتي اسمبلۍ ته د او آئي سي پارلماني يونين او د مسلم ورلډ ليګ سره د مهمو كنفرنس??نو په تابيا مباركي وركولو كښې ووئي?? د ??ې غوره كنفرنس به په زړه پورې نتيجې رامخئ ته شي
اسلام د روادارۍ، مينې او د امن پېغام وركوي٬ په نړۍ كښې زياتېدونكې اسلامو فوبيا مسلمانانو لپاره د سنګينو نتيجو سبب جوړېږي۔ محمد صادق سنجراني
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات