اسلام آباد24جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله سره د تركيې سفيراحسان مصطفے يرداکل د جمعې په ورځ د مخه ښې اغستو ملاقات كړے چې پكښې په د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په نورو چارو خبرې شوي،د كورنيو چارو وزير رانا ثناءاللهد پاکستان څخه په رخصتيدو د ترکيې سفير لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ملاقات كښې ډائريکټر جنرل اېف آئي اے رائے طاهر ، د كورنيو چارو وزارت او ترکيه سفارت چارواكي هم موجود وو۔ملاقات كښې د پاکستان سره د ترکيې لپاره غير قانوني اميګريشن او بشري قاچاق مخنيوي په اړه خبرو كښې د كورنيو چارو وزير د ترکيې سفير د خپل تركيې همڅنګ سليمان سوئلو سره تيره ورځ د شوو خبرو اترو څخه خبر كړو۔د كورنيو چارو وزير د پاكستان وزيراعظم او د هغه د پلاوي د تركيې دورې په مهال په ښه كوربتوب كولو هم د سفيراوحکومت مننه وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل ترکيې عمر له په سخت وخت كښې د پاکستان مرسته كړي ، په دې مونږ د تركيې خاص مننه كوو۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف اود هغه د پلاوي د تركيې دورې به ښې نتيجې رامخې ته شي۔د ترکيې سفير احسان مصطفے يرداکل ووئيل صدرطيب اردوان او وزيراعظم شهباز شريف د تركيې اوسنۍ دورې په مهال ګټه ور ملاقات شوے۔وزيراعظم پاکستان د تركيې دورې سره به تجارتي، سياحتي او كلتوري اړيكي لا قوي شي۔ده ووئيل د پاکستان او ترکيې ترمينځه د سفارتياړيكو 75 كالپه پوره كيدو زيات خوشحاله يو۔ ترکيې سفير ووئيل غير قانوني اميګريشن او بشري قاچاق مخنيوي په اړه د پاکستان اقدامات د ستائنې وړ دي۔ د كورنيو چارو وزير رانا ثناءاللهد ترکيې سفير د لارې د تركيې د كورنيو چارو وزير سليمان سوئلو له د پاکستان دورې کولو رسميبلنه هم وركړه۔
د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله سره د ترکيې سفير احسان مصطفې د مخه ښې ملاقات ، د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون