اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان د ځايې حكومتونو په قوي نظام باور لري٬تر څو چې مونږ خپل سوچ نه وي بدل كړې٬هېواد پرمختګ نشي كولې٬بااختيار بلدياتي حكومتونه د پاكستان د مسئلو حل دے٬د آرټيكل 140 اے نه نافذ كېدل تر ټولو لويه مسئله ده٬زمونږ په ښارونو كښې بنيادي مسئله د ګورننس ده٬په اسلام آباد كښې كېښناستو د كراچۍ ستونزې نه شي حل كېدے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د ځايې حكومتونو په اړه قامي كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په دې خبره پوخ باور لري چې د ځايې حكومتونو د قوي نظام نه بغېر د هېواد نظام نشي ښه كېدے۔ده ووئيل چې د كال 1216 نه تر 1226 د مېګناكارټا د دور نه پس جديد جمهوريت رامخې ته شوې٬په هندوستان كښې په كال 1857 كښې د آزادۍ جنګ وشو٬په هغه وخت كښې به يې باچا ته ذي السبحاني وئېل٬حكومت او خلكو به د ذي السبحاني په پلو كتل۔ده ووئيل چې د 16مې او 17 پیړۍ په مهال جديد جمهوريت راغلو٬بل آف رائټس منظور شو په كوم كښې چې ووئيل شول چې د ټېكس پيسه به باچا په خپله خوښه خرڅ نه كړې شي٬د ټېكس لګولو اختيار به د ټاكلې شويو استازو نه بغېر نه وي٬ټېكس به هغه وخت لګي كله چې د اولس ټاكلې شوي استازي د دې اجازه وركړي٬دا جمهوريت د 17مې پیړۍ څخه د برتانيې د پارليمان نه پېل شو دغسې د باچا اختيارات كم شول۔ده ووئيل چې د ځايې حكومتونو د نظام په جديد شكل كښې اولس اختيارات ترلاسه كړل۔په نوي جمهوريت كښې به د لاندې نه د بره په طرف كتل وي٬ځكه د ځايې حكومتونو نظام تر ټولو غوره نظام دے۔ده ووئيل چې په كال 2006م كښې چې كله د ځايې حكومتونو نظام پېل شو نو پكښې يوه حامي دا وه چې د صوبو اختيارات خو منتقل كړی شول خو د وفاق اختيارات منتقل نه كړې شول۔بيا د اتلسم بدلون له مخې د صوبو منتقل شوي اختيارات د لاندې نه بره منتقل شول دغسې د اختياراتو د منتقلۍ چې كومه ګټه پكار وه هغه ترلاسه نه شوه۔ده ووئيل چې په سندھ كښې د 1700 نه تر 1800 اربه روپۍ د اېن اېف سي ايوارډ په مد كښې وركړی شوې خو د سندھ حكومت په كراچۍ كښې يوه روپۍ نه خرڅ كوي٬د هغه ځاېې خلك وائي چې مونږ پي ټي آئي ته ووټ وركړې وفاقي حكومت 1700 اربه روپۍ په كراچۍ كښې ولګولې۔ده ووئيل چې د اسلام آباد څخه د كراچې ستونزې نه شي حل كېدے. د دې يواځنې حل د ځائي حكومتونو نظام دے. ده ووئيل چې د ځائي حكومتونو د يو قوي نظام غوښتنه د پاكستان د آئين ده. د پاكستان د خلقو د ستونزو حل د ځائي حكومتونو په نظام كښې دے. بايد دې نظام لپاره هر يو سياسي شعور لرونكې تن هڅې وكړي.
وزيراعظم عمران خان د ځايې حكومتونو په قوي نظام باور لري٬تر څو چې مونږ خپل سوچ نه وي بدل كړې٬هېواد پرمختګ نشي كولې۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د ځايې حكومتونو په اړه قامي كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina