ابو ظهبی 28 نومبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په ابوظهبی كښې د ق??مي ٬ كلتوري او تاریخی ځاے وحت الکرامه دوره كړې ده ۔ وحت الکرامه د متحدہ عرب امارات د هغه اتلانو د قربانیو يادګار په توګه جوړ كړے شوے چا چې هېواد لپاره د خپلو ځانونو ??رباني وركړې ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د متحدہ عرب امارات پریزیډنټ کورټ كښې د شهيدانو د كور??يو چارو دفتر چیئرمېن شیخ طیب بن محمد بن زید النهیان د وزیراعظم هركلے وكړو۔دغسې وزیراعظم د ګارډ آف آنرز په يوه دستوره كښې هم ګډون وكړو۔دې نه پس وزیراعظم د شهيدانو ??ه يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔دا يادګار د متحدہ عرب امارات قیادت، اولس او بهادر پوځ ترمينځه د اتحاد او يووالي علامت دے او په 31 پینلز مشتمل دے۔ وزیراعظم د وحت الکرامه تفصیلی دورہ وكړه چرته چې هغه ته د يادګار په اړه بريفنګ وركړے شو۔د دورې په اختتام وزیراعظم د ميلمنو ??ه كتاب كښې خپل تاثرات وليكل،كوم كښې چې هغه د متحدہ عرب امارات بهادرو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وحت الکرامه د متحدہ عرب امارات پايه تخت ابوظهبی كښې يو ق??مي او كلتوري نشان دے،كوم چې د متحدہ عرب امارات شهيدانو د مړاني او د یو اے ای په دفاع كښې د هغوي د قربانو ??ادګېرنې له جوړ شوے۔
نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په ابوظهبی كښې د كلتوري او تاریخی ځاے وحت الکرامه دوره
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں