اسلام آباد 07 اكتوبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي اپوزيشن د ژړغونو ماشومانو اجتماع ده، څوك چې هم اصلاحات كوي اپوزيشن شور او د هغې مخالفت كوي، په نيب آرډيننس د تنقيد كوونكو زياتره وړاندېزونه په دې آرډيننس كښې شامل دي، كابينې په ربيع الاول كښې د عشره رحمت العالمين(ص) لمانځلو پريكړه كړې ، وزيراعظم عمران خان به د اتوار په ورځ سيرت كنفرنس ته وينا كوي، ټول هېواد كښې به د تحريك انصاف ضلعي تنظيونو ته د وزيراعظم خطاب نيغ په نيغه ښودلے شي، دغسېد تحريك انصاف په كور كمېټۍ غونډه كښې د عشره رحمت العالمين(ص) په بشپړه ډول د لمانځلو پريكړه شوې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاكستان تحريك انصاف كور كمېټۍ غونډي نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې په خپله تيره غونډه كښې د عشره رحمت العالمين(ص) لمانځلو پريكړه كړې وه، وزيراعظم عمران خان غوښتل چې په دې اړه ټولو دستورو كښې ګوند ګډون وكړي،دې مقصد لپاره هغه ټول ګوند را يو ځاے كړے او سپارښتنه ئې كړي چې د تحريك انصاف ټول ضلعي تنظيمونه دې په دې اړه دستوري وكړي۔ده ووئيل وزيراعظم به د اتوار په ورځ سيرت كانفرنس ته وينا كوي او د عشره رحمت اللعالمين(ص) پرانسته به كوي۔د دې خطاب دستوره به د پاكستان تحريك انصاف ټولو ضلعي تنظيمونو كښې نيغ په نيغه ښودلې شي۔د دې دستورو كولو مقصد دا دے چې مونږ د خپل نبي(ص) سره د خپلې رشتې څرګندونه وكړو۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ګوند تنظيم سازۍ په اړه رپورټ هم غوښتے دے۔ د تنظيم سازۍ په اړه مونږ تګلاره جوړه كړې ، د ځائې حكومتونو ټاكني هم رانزدې دي او ضروري ده چې د ځائې حكومتونو ټاكنو څخه وړاندې د پي ټي آئي تنظيم سازي بشپړه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په نيب آرډيننس چې څوك تنقيد كوي مونږ د هغوي زياتره تراميم د دې آرډيننس برخه ګرځولي ۔ ټرائل كورټس له د ضمانت حق وركولو ، ټيكس كيسونه د نيب څخه د اغستلو او د نيب عدالتي نظام بدلولو سره لا قوي كولو ته صلاح د ټولو يوه شوې وه ۔ ده ووئېل مونږ به په دې اړه د ټيكنالوجي كاروو،اوس چې هم څوك اعتراض كوي هغه دې پارلمان ته راشي ، پي ټي آئي د نيب په جاري شوي آرډيننس پخپل موقف ولاړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل نيب اصلاحات وي يا اليكټورل ريفارمز، اپوزيشن د دې مخالفت كوي ۔ د يوې بلي پوښتنې په ځواب ده ووئيل د انګلينډ او نيوزي لينډ كركټ ډلو دوره منسوخ كيدو په اړه د ټولې نړۍ لوبغاړو او وګړو د پاكستان د موقف ملاتړ كړے ٬ مونږ په دې د هغوي مننه كوو۔ هند د دې دورې ناكامولو بشپړه ھڅي كړي۔ده ووئيل نن هم نيوزي لينډ پاكستان ته راتلل غواړي او انګلينډ خپل سيريز كنفرم كړے دے
اپوزيشن شور او د هغې مخالفت كوي، په نيب آرډيننس د تنقيد كوونكو زياتره وړاندېزونه په دې آرډيننس كښې شامل دي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina