اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ملګرو ملتونو ته د وزيراعظم عمران خان د وېنا په اړه وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا ډېر په جرات او استدلال سره نړۍ ته آئينه ښودلې. د خالي په ور?? د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې په موقع د وزيراعظم عمران خان غبرګون ور??ولو سره په خپل بيان كښې ووئيل چې وزيراعظم په نړۍ ك??ې زياتېدونكې د معاشي او سماجي بې قرارې اسباب په ډاګه كړي دي. شېخ رشيد احمد ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې د افغانستان مسئله په سمه ډول نړۍ ته وړاندې كړې ده. وزيراعظم عمران خان ډېر په جرات سره دا هم وئيلي دي چې څڼګه سپر طاقتونو په افغانستان كښې لوبه وكړه. وزيراعظم د افغان م??اه??ينو رامېنځ ته كېدو او د طالبانو اقتدار ته تر راتګ داستا?? نړۍ ته اورولې. وزيراعظم عمران خا?? نړۍ ته باور ور??ړے چې نن په افغانستان كښې د حالاتو ذمه وار پاكستان نه دے بلكې امريكا او نور هېوادونه دي. ده ټولې نړۍ ته وئيلي دي چې د امريكې او اتحادي ځواكونو د ملګرتيا مونږ لوي قيمت ادا كړے. شېخ رشيد احمد ووئيل چې وزيراعظم نړۍ ته ووئيل چې څنګه امريكې پاكستان يوازې ترهګرې ته پرېښودو. په اوسنيو حالاتو كښې افغانان د يوازې نه پرېښودو خواست د وزيراعظم عمران خان د انسان دوستې د پالېسې عكاسي كوي. وزيراعظم يو ځل بيا نړۍ ته د مودي د هندوستان فاشسټ څېره هم ښودلې. شېخ رشيد هيله څرګنده كړه چې نړۍ به د وزيراعظم عمران خان د وېنا نه لارښودنه كولو سره سمې پالېسې جوړې كړي
وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا ډېر په جرات او استدلال سره نړۍ ته آئينه ښودلې. شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : bolão quina