اسلام آباد 07 اپرېل(اے پی پی)په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف او د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د سپريم كورټ په پريكړه د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلې دي دا د آئين او جمهوريت ګټه ده٬د ټول قام دعاګانې قبولې شوي٬مونږ په دې د لوي څښتن شكر ادا كوو۔د زيارت په ورځ د سپريم كورټ د پريكړې نه پس منسټر انكليو كښې په خپله استوګنه خبريالانو سره په خبرو كښې شهباز شريف ووئيل د لوي څښتن لاك لاك شكر كوو ٬ د ټول قام دعاګانې قبولې شوې٬دا د آئين او جمهوريت ګټه ده ۔ ده ووئېل سپريم كورټ پريكړه كولو خپل وقار زيات كړے او خپله غېر جانبداري يې ثابته كړه۔مونږ ټول قام سپريم كورټ ته په دې پريكړه مباركي وركوو٬د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان د سپريم كورټ په پريكړه د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل دا د آئين او جمهوريت ګټه ده٬مونږ په دې د لوي څښتن مننه كوو۔ده ووئيل د سپريم كورټ پريكړه د آئين او قانون د سرلوړۍ مترادف ده۔ده ووئيل نن د جمعې په ورځ به ټول قام د شكرانې مونځ ادا كوي
د سپريم كورټ پريكړه د آئين او جمهوريت ګټه ده٬د ټول قام دعاګانې قبولې شوي٬مونږ په دې د لوي څښتن شكر ادا كوو ۔ د شهباز شريف او مولانا فضل الرحمان مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : راکی