اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي په قامي اسمبلۍ كښې خبري اژانس اے پي پي پشمول د خبريالانو ورورولۍ مسئلې هغه وخت رامخې ته كړی كله چې د اے پي پي ملازمينو د خپلو مطالبو په حق كښې مظاهره كوله۔د نهې په ورځ په ايوان كښې مرتضٰی جاوېد عباسي ووئيل پي آر اے په احتجاجي توګه واك آؤټ كړے ؤ ٬مونږ هغوي له لاړو او هغوي درې غوښتنې كوي چې د اے پي پي د بورډ آف ډائرېكترز په پريكړو دې عملدرآمد اوشي او ډسپيريټي الاؤنس دې وركړر شي٬په احتساب عدالت كښې په خبريالانو د تشدد پېښو دې سمدستي كاروائي وكړې شي ٬ دغسې اے پي پي٬راډيو پاكستان او د پي ټي وي ملازميان د اعزازيه د عدم ادائيګۍ مسئله لري۔ده ووئيل چې كله ډاكټر فهميده مرزا سپيكره وه نو د هغې په دور كښې د پرائيوېټ چېنلز خبريالانو ته هم د بجټ سيشن كور كولو اعزازيه ترلاسه شوې وه٬ ده ووئېل كوم خبريالان چې شپه ورځ دلته ډيوټي كوي هغوي ته دې هم دا اعزازيه وركړې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارليماني چارو وزير ته ووئيل د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان په اړه د مسئلې حل لپاره سمدستي اقدامات وكړې۔زما خبريالانو ته خواست دے چې هغوي د پارليمان كورېج لپاره ګيلرۍ ته راشي۔د دې څخه وړاندې په قامي اسمبلۍ كښې د پارليماني رپورټرز اېسوسي اېشن صدر صديق ساجد په مشرۍ كښې پي آر اے پرېس ګيلرۍ څخه د بجټ سېشن كورېچ نه په اجتجاجي توګه بائيكاټ وكړو ٬ دې نه پسسپيكر راجه پروېز اشرف ډپټي سپيكر زاهد اكرم دراني او خاص مرستيال جنيد انوار چوهدري د خبريالانو د واك آؤټ سبب معلومولو لپاره ولېږل۔د پي آر اے صدر صديق ساجد هغوي ته ووئيل د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان بورډ آف ډائرېكټرز لخوا څو مياشتې وړاندې ډسپيرټي الاؤنس٬بي پي اېس ته منتقلي او د ډي پي سي پشمول د بېلو چارو منظوري وركړې شوه۔په دغې دې سمدستي عملدرآمد باوري كړے شي
وفاقي وزير مرتضٰی جاوېد عباسي په قامي اسمبلۍ كښې د اے پي پي پشمول د خبريالې ورورولۍ مسئلې رامخې ته كړې
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب