انقرہ ۔24مارچ(اے پی پی) په تركيه كښې تېره ورځ د پاكستاني سفير په استوګه د پاكستان ورځې دستوره وكړې شوه۔ په دې خصوصي دستوره كښې د پاكستاني سفارت سفارتكارانو ٬ عملې او په انقره كښې د مېشته پاكستاني وګړو په شمول ترك مېلمنو او ځائي ميډيا ګډون وكړو۔ په پلازمينه انقره كښې د پاكستاني سفير په استوګه د ملي بېرغ هسك كولو دستوره وشوه۔ پاكستاني سفير محمد سائرس سجاد قاضي بېرغ هسك كړو۔ دې نه وروستو سفير د خپلې استوګنې په مركزي هال كښې د پاكستان ورځې دستوره د تلاوت كلام پاك څخه پېل كړه۔ وروستو دستورې ته په خپل خطاب كښې پاكستاني سفير ګډون كوؤنكو ته د پاكستان ورځې مباركي وركړه او د دې ورځې مناسب سره ئې د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په خطاب كښې هغه ووئيل په دې ورځ زمونږ د ګران هېواد د نظريې بنياد اېښودلې شوې وو۔ ده ووئيل دا هېواد به د آزادۍ بېرغ ټول عمري له په دنګو بامونو رپوي٬ خوشحالۍ او كاميابۍ به د دې قدمونه ښكلوي او دا به په نړيواله كچه خپل وقار او قوت لا سوا كوي۔ د سفير د خطاب نه وروستو د پاكستان سوكالۍ ٬ امن او پرمختګ لپاره خصوصي دعا وكړې شوه۔
په تركيه كښې د پاكستاني سفير په استوګه د پاكستان ورځې دستوره وشوه
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی