اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وف??قي وزير رانا ثناالله وئيلي دي چې عمران خان سياستدان نه دے، هغه د وف??ق په ضد بغاوت كوونكې او فتنه فساد خپرونكې كس دے، ب??يد هغه نيولو سره د قانون منګولو ته وسپارل شي، د لانګ مارچ د ناكامې نه پس پي ټي آئي اوس د پهيه جام او هېواد بندولو پلان تياروي، هېواد ته د نواز شريف په راستنېدو كښې د هغه د صحت نه سوا كوم خاص خنډ نشته. د ګل په ورځ په يوه مركه كښې د كورنيو چارو وزير رانا ثناالله ووئيل چې زما ديانتدارانه رائې ده چې عمران خان سياستدان نه دے، كوم كس چې خپل مخالف نه شي زغملې، هغه سياستدان څنګه كېدے شي؟ دا كس فتنه فساد غواړي، ب??يد هغه ونيول چې او سزا وركړل شي. ده په وف??ق بريد كړے او په يو منظم ډول ئې فتنه او فساد كړے، ده د وف??ق په ضد بغاوت كړے. د يوې پو??تن?? په ځواب كښې ده ووئيل چې د لانګ مارچ صفحه اوس شلېدلې او د هغې شافي علاج شوے، اوس به دوي لانګ مارچ نه پهيه جام كوي، دوي د ټول هېواد بندولو پلان لر??. د يوې پو??تن?? په ځواب كښې ده ووئيل چې د وزيراعظم هاٶس لخوا ?? اسلام آباد پوليسو ته احكامات وو چې د فرح ګوګي او احسن جميل ګجر سره د كورنۍ په شان سلوك وكړے شي، هغه د عمران خان د كورنۍ د غړو پشان و، ځكه د دوي د تګ راتګ اندراج به د پوليسو په ريكارډ كښې نه كېدو، بني ګاله د دوي مسكن و او هم هلته به ئې ملاقاتونه كول. د وزيراعظم ټول احكامات به د سېكرټري ټو پي اېم د لارې پوليسو ته رسولې شول، ځكه ئې اندراج نه كېدو. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د ګوګي په كردار سوالات پورته كېږي، هغه د لېن دېن په معامله كښې ككړه ده، فرح ګوګي به په پنجاب پوليس كښې پېسې اخستلو ټرانسفر پوسټنګ كولو، د دې مثالونه موجود دي، پېسې وركوونكي موجود دي، خو اخستونكي د هېواد څخه تښتېدلي دي. ده ووئيل چې ب??يد مسټر كلين جوړېدونكي شرم وكړي، د دوي په ضد ريكارډ او شواهد موجود دي او مونږ ئې پلټنې كوو.
عمران خان سياستدان نه دے، هغه د وفاق په ضد بغاوت كوونكې او فتنه فساد خپرونكې كس دے. د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله مركه
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ