اسلام آباد۔5مئی(اے پی پی) د هېواد بېلو سياسي ګوندونو لارښودو او پارليماني غړ?? د حكومت لخوا د الېکټرانک ووټنګ مشينونو كارولو وړاندېز خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي پاکستان ك??ې د ټاكنو ??مل سپېځلې جوړولو له الېکټرانک ووټنګ مشینونه ضروري دي۔ د ټاكنو په اصلاحاتو بايد حكومت او اپوزيشن خپلو كښې خبره وكړي۔ د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړ?? عامر محمود کیانی، شیر علی ارباب، آفتاب جهانګیر، د مسلم لیګ( ن) غړ?? خرم دستګیر خان، د بلوچستان نېشنل پارټۍ غړ?? خالد مګسی، د اېم کیو اېم صابر قائم خانی او د پی ټی آئی سېکرټری علی جواد هم د ټاكنو ??صلاحات او د الېکټرانک ووټنګ مشینونو كارولوو په اړه د شورؤ په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې خپل خپل دريځ وړاندې كولو سره ووئيل ټاكنو ك??ې د تګۍ مسئلې حل انتخابي اصلاحات دي۔ د الېکټرانک ووټنګ مشینونو ?? لارې د دې مسئلې حل تر كافي حده روايستلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وفاقی کابینې د ټاكنو ??مل كښې سپېځلتيا باوري كولو له د انتخابی اصلاحات غرض سره د يو اهم آرډيننس منظوري وركړې ده۔ دا آرډیننس به الېكشن كمېشن ته دا اختيار وركوي چې هغه په ټاكنو ك??ې د الېکټرانک ووټنګ مشینونه كارولې شي۔ پارليماني سېكرټري آفتاب جهانګير ووئيل دې كښې بله كومه دويمه رائې نشته چې انتخابي اصلاحات ضروري دي۔ د الېکټرانک ووټنګ مشینونو ?? لارې غوره نت??جه ترلاسه كېدې شي۔ په دې كښې چې كومې كمۍ دي هغه يو ځائې ناستې سره لرې كېدې شي۔ د تحریک انصاف غړ?? شېرعلی ارباب ووئيل الېکټرانک ووټنګ مشینونه ټاكنو كښې سپېځلتيا راوستلو له يو مهم پېش رفت او پورته كړې شوې ښه ګام دے۔ دا بايد نور هم مخ په وړاندې لاړ شي۔ د مسلم لیګ(ن)غړي خرم دستګير ووئيل مسلم ليګ نون په انتخابي اصلاحاتو خبره كولو له چمتو دے۔ دا خبره دې باوري كړې شي چې انتخابي نتيجې به ځنډولې نه شي۔ د بلوچستان عوامي پارټۍ پارليماني لارښود خالد مګسی ووئيل د كال 1970 نه غېر د پاكستان ټولې ټولټاكنې متنازعې جوړولې شي۔ مونږ له به اړخ سمول او مخ په وړاندې تلل وي۔ د تحريك انصاف مركزي سېكرټري احمد جواد ووئيل په پخوانو ټولو ټولټاكنو ?? ټګۍ تورونه لګېدلي دي۔ د دې خرابۍ لرې كولو او سپېځلتيا راوړلو له بايد ټولې طريقې وكارولې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم د الېکټرانک ووټنګ په شمول انتخابي اصلاحات كول غواړي۔ دا عمل د ټولو په ګټه دے او دې سره به هېواد كښې سياسي اس??حكام رامخے ته شي
د ټاكنو اصلاحات او د الېكټرانك ووټنګ مشينونو كارولو وړاندېز خوشبين دے۔ د سياسي ګوندونو لارښودو او پارليماني غړو اے پي پي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی