اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف غريب اولس د پټرول او ډيزل بيعو كښې زياتوالې بوجھ څخه ساتلو لپاره د مياشتې 28 اربه روپۍ د بچت پيکيج اعلانولو سره وئيلي دي د هېواد په درېو كښې د يوه برخې زياتې غريبې آبادۍ له به د مياشتې دوه زره روپۍ وركولې شي دا به د بے نظير انکم سپورټ ترمخه ترلاسه كيدونكې مالي مرستې نه علاوه وي، يوټيلټي سټورز به 10 کلو د اوړو تروړه په 400 روپۍ وركوي، په زړه مو كاڼې اېښودے او د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د زياتوالې پريكړه شوې او خپلې سياسي ګټي په قومي ګټه قربان کړې شوي كوم چې د معيشت موجودہ بحران څخه وتللو پلو يو ګام دے،د قامي پرمختګ مزل به مخ په وړاندې بوتللے شي او دې لپاره هر مشکل پريكړه او هر ممکن کار به كولې شي، ميثاق معيشت ته اتفاق لپاره ټولو سياسي ګوندونو سره به مشاورت پيل كولې شي، د آئي اېم اېف په سخت شرطونو لوظنامه ، هېواد د معاشي بحران سره مخ كولو او لوډشيډنګ ، د تاريخ بدترين قرض اخستل او معيشت خرابولو ذمه وار مونږ نه تېر حكومت دېے، پاکستان د كوم يو كس په ضد نه بلکه آئين له مخې به چلېږي،د اولس د مال ځان تحفظ به كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ قوم ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل څو اوونۍ وړاندې په ما چې د كوم باور څرګندونه شوې او كومه ذمه واري ما له راكړې شوې،هغه زما لپاره يو اعزاز دے۔ زه په دې د لوي څښتن مننه كوم ،په خاص توګه په دې پراؤ د وزيراعظم پاکستان منصب سنبھالول د لوئ امتحان څخه كم نه دے ٬ ځكه چې هېواد د تيرو څلورو كلونو راسې د كومې تباہۍ سره مخ ؤ٬ هغه د سنګينو حالاتو څخه ساتل كول زمونږ قصد دے، دا ذمه واري زما ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) او اتحادي ګوندونو د اړخه سپارلې شوې ده۔ده ووئيل زه د خپل قائد محمد نواز شريف، نورو مشرانو او ګوندونو د زړه د كومې مننه كوم چې هغوې په ما د بشپړ باور څرګندونه كړې ، اتحادي ګوندونو او د هغې د مشرانو مرستې سره زمونږ حکومت ته تقويت ترلاسه شوے۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان اولس غوښتنه كرې چې دا نااهل او کرپټ حکومت څخه ځان خلاص كړي، د اپوزيشن ټولو ګوندونو په ګډه د اولس په غوښتنه لبيك وئيلو سره د آئين پاکستان ټولې جمهوري تقاضې پوره كولو سره دا بدلون باوري كړے،په وړومبي ځل دروازې پرانستلې شوې، په ديوال نه يو اغوښتې ، دا د اولس ٬ پارلمان او آئين كاميابي ده۔ شهباز شريف ووئيل مونږ چې كله حكومت سنبھال كړو نو ټولې ادارې تباهۍ سره مخ وي، د درې لسيزو د اولسي خذمت د مزل په مهال داسې حالات ما چرې نه وؤ ليدلي كوم چې تير حكومت په څلورو كلونو كښې پړېښيي،دغه وجه ده چې مونږ د پاکستان د بچ كولو چيلنج قبول کړو۔ده ووئيل چرته چې د تير حكومت د تباهۍ او ناوړه كرپشن بې شميره قصې دي ،دغسې فسادي ذهن ټولنې تباه كړې ،زمونږ د سياست په رګ او ريشه كښې كركه پيدا شوې،د هېواد فضاګانو كښې د انتقام، غصې او بدتهذيبۍ آلودګي خپره شوې۔ وزيراعظم ووئيل د خپل ناوړه سياسي مقاصد لپاره ”سفارتي خط” نام نهاد سازش شوے،يو داسې دروغ وئيلي شوې حالانکه د قامي سلامتيا کمېټۍ يو ځل نه دوه ځله د دې بشپړ وضاحت کړے چې داسې كوم سازش نه دے شوے ، امريکا كښې زمونږ سفير هم د سازش دا خبره رد كړې ،باوجود د دې يو كس پرله پسې دروغ وائي، د افسوس خبره ده چې دغه كس په خپله منفي سياسي ايجنډا قامي ګټې او د پاکستان سفارتي اړيكو ته زيان رسوي۔ وزيراعظم ووئيل تاسو ته به ياد وي چې كله پخوانې وزيراعظم محمد نواز شريف په دور كښې پاکستان په زړه پورې پرمختګ كولو نو يو كس د دهړكې وركولو ډرامه وكړه،هغه هم په يو داسې وخت كښې كله چې د پاکستان عظيم ملګري چين صدر شي جن پنګ د سي پيك تاريخي لوظنامې كولو له پاکستان ته راتللو خو هغه كس د دهړكو په وجه دغه مهمه لوظنامه د ځنډ ښكار كړه۔ده په ښكاره ډول ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كول د حکومت فرضِ دے او په دې به كومه سمجھوته نه شي كولې۔ شهباز شريف ووئيل پخوانے حکومت چې په كومو حقائق پردہ اچول غواړي هغه حقائق زه نن هغوې ته ښكاره كوم ، آئي اېم اېف سره لوظنامه هغوې كړې ،د هغوې سخت شركونه هغوې منلي ، اولس د ګرانۍ سره هغوې مخ كړے دا هرڅه هغوې كړي ٬ په دې كښې زمونږ څه كردار نشته۔ ده ووئيل زما خدمات ستاسو په وړاندې دي، تاسو ګواه ئې چې په تېر وخت كښې مونږ د سختو حالاتو په كاميابې سره مخ نيوې كړے، الحمد لله. زمونږ په وړاندې يوازې يو مقصد دے چې خوږ وطن خوشحال، پرمختللے او د قائد پاكستان جوړ كړو. ده ووئيل مونږ هرې يوې مشكلې پرېكړې ته تيار يو او هر هغه مكمن كار به كوو چې په نتيجه كښې ئې د قومي پرمختګ سفر مخ په وړاندې لاړ شي، د نااهلې او كرپشن سياست ختم شي. وزيراعظم ووئيل چې كله مونږ حكومت سنبال كړو نو ګراني بام ته رسېدلې وه، كاروبار، روزګار او معاشي چارې ختمې شوې وې، ډالر كوم چې مونږ په كال 2018م كښې په 115 روپې پرېښے و، د پخواني حكومت په څلور كاله كښې 189 روپو ته ورسېد چې ورسره په هېواد كښې د ګرانې طوفان راغلو او په پاكستان د قرض او ادائيګې بوج هم د زغملو پاتې نه شو. ده ووئيل د تېرو 4 كلونو په مهال د پاكستان په قرض كښې د 20 زره اربه روپو نه زياته اضافه شوې كومه چې د كال 1947م نه تر كال 2018م په 71 كلونو كښې تر اوسه د ټولو حكومتونو لخوا د اخستلې شوي قرض 80 فيصده دے . د روان مالي كال د وفاقي بجټ د خسارې اندازه 5 زره 600 اربه روپې ده كومه چې د تاريخ تر ټولو زياته خساره ده. د دې په مقابل كښې تاسو ګواه ئې چې پخواني وزيراعظم نواز شريف په خپل دور حكومت كښې په ترلاسه كړي قرض اولس ته 10 زره 400 مېګاواټ برېښنا وركړې، د سړكونو جال ئې غزولې، غوره ټرانسپورټ ئې راوړے، د كهربونو روپو د پرمختګ او خوشحالې پروژې ئې وركړې او ګراني ئې د تاريخ تر ټولو ټيټې كچې ته راوستلې. وه وزيراعظم ووئيل چې كله مونږ حكومت ته راغلو نو په هېواد كښې د 7 زره 500 مېګاواټ پاور پلانټس بند وو ځكه چې تېر حكومت د مجرمانه غفلت څرګندونه كولو سره په وخت د ايندهن بندوبست نه ؤ كړے او نه ئې په وخت د برېښنا د كارخانو رغونه كړې . وزيراعظم ووئيل مونږ په زړه لوي كاڼې كېښودو سره تېره ورځ د پېټروليم مصنوعات په بېعه كښې اضافه وكړه. دا پرېكړه مونږ ته په سخت وخت كښې كول وو. مونږ خپل سياسي مفاد په قومي مفاد قربانول خپل قومي فرض وګڼلو ځكه چې دا پاكستان په معاشي توګه د دېواليه كېدو څخه بچ كولو لپاره ضروري وو. پاكستان او د دې اولس په معاشي بحران كښې پخواني حكومت ښكېل كړے. د نن دا مشكله پرېكړه معيشت د اوسني بحران نه ويستلو لپاره يو قدم دے. ده ووئيل مونږ غريب اولس د پېټرول او ډيزل په بېعو كښې د اضافې د بوج څخه بچ كولو لپاره د 28 اربه روپو مياشتنې نوے ريليف پېكج پېل كوو چې له مخې ئې په سمدستي توګه د پاكستان يو كروړ څلوېښت لكه غريبو كورنيو ته 2 زره روپې وركولې شي. دا كورنۍ په 8 كروړه كسانو مشتملې دي كومې چې د پاكستان د ټولې آبادې په دريو كښې يوه برخه جوړېږي. دا مالي مرسته د هغې نه علاوه ده كومه چې دوي ته د بېنظير انكم سپورټ پروګرام له مخې د وړاندې نه وركولې شي. راتلونكي مالي كال لپاره دا ريليف په بجټ كښې شاملولې شي. وزيراعظم ووئيل ده يوټېلټي سټورز كارپورېشن ته هدايت كړے چې په ټول پاكستان كښې دې 10 كلو اووړه په 400 روپې اولس ته وركولې شي. شهباز شريف ووئيل د داخلي محاذ په شان په خارجه محاذ هم تېر څلور كاله قومي مفادات لپاره سخت زيان رسوونكي ثابت شوي ، د پاكستان په هره سخته كښې ملګرتيا كوونكي ډېر د باور وړ دوست هېوادونه مرور كړے شول، مونږ د دې غلطو د اصلاح او د دوه اړخيزه اړيكو د بحالې عمل پېل كړے كوم چې ستاسو په وړاندې دے. مونږ د دې اصولي دريځ څرګندونه كوو چې په سوئيلي اسيا كښې پوخ امن لپاره د هند ذمه واري ده چې هغه د 5م اګست كال 2019م يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات ختم كړي چې دغسې د مقصدي خبرو د لارې د جمو و كشمير پشمول د ټولو لانجو د حل پلو كوټلې پرمختګ وشي. وزيراعظم ووئيل زمونږ په وړاندې د ترهګرې او بدامنې په صورت كښې يو چېلنج موجود دے، دا فتنه بېرته سر پورته كوي، مونږ صوبو سره په ګډه د نېشنل اېكشن پلان د سره بيا بحالي پېل كړې د، دا د قومي ګټې پروژې په تندې سره ترسره كولو لپاره هم ضروري ده. ده ووئيل د تېرو څلورو كلونو په مهال د مېډيا او د رائے د اظهار آزادي اخستل شوې، خبريالان، ناقدين او سياسي مخالفين د سختو سزاګانو نه تېر كړے شول. پاكستان د صحافت او د رائے د اظهار د آزادې په نړيوال انډېكس كښې څو درجې لاندې تللے. پاكستان صحافت لپاره بدتره هېواد ګرځولے كېدو سره پخوانې وزيراعظم د آزادې په تښتوونكو امرانو كښې شمېرلے شوے. حكومت سنبالولو سره مونږ د پخواني حكومت مجوزه پروژه پاكستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټي ختم كړه. ده ووئيل قام په كورنې اړي ګړي د قابو موندلو نه بغېر پرمختګ نه شي كولې، د قوم تقسيم په دې لار كښې دا تر ټولو لوي خنډ دے او اتحاد او اتفاق د دې ترلاسه كولو يواځنې لار ده. حكومت په دې لړ كښې د سياسي او ډله ايز تقسيم نه بالا كېدو سره د عملي اقدامات پرېكړه كړې . ده ووئيل ده څلور كاله وړاندې د مخالفې ډلې مشر په توګه د چارټر آف اكانومي يعني ميثاق معيشت تجويز وركړے و كوم چې نظرانداز كړے شو، دا د وخت غږ او قومي ضرورت دے. په دې لړ كښې ټولو سياسي ګوندونو سره مشاورت پېل كوم. وزيراعظم ووئيل په دې كښې شك نشته چې په لار د ازغو نه ډكه ده خو مونږ په الله تعالٰی باور لرو. مونږ تاسو سره لوظ كوو چې په ګډه به امانت او ديانت سره شپه او ورځ محنت كوو او د كومې هم قربانې نه به ډډه نه كوو. ده ووئيل زما ټول قوم او په خاص توګه سياسي مخالفينو ته پېغام دے چې راځئ په ګډه پاكستان يو داسې هېواد جوړ كړو چرته چې د رائے اختلاف دښمني ونه ګڼلې شي، تنقيد په حوصله وزغملې شي چې پكښې قومي خدمت اصلل معيار وي، درسګاه دروازې پرانستلې شي، د كركې در بند شي، چرته چې د مېرمنو حقونه وړاندې وي او د اقليتونو حقونه محفوظ وي، چرته چې مزدور او كروندګر خوشحال وي، چې پكښې د ګرانې او بې روزګارې خاتمه وشي، د رزق پراختيا او اساني وي، چې عدل ئې د فخر وړ وي او چرته چې د ظلم خاتمه وشي.
اولس ته 28 اربه روپۍ د مياشتې رېليف ، غريبو كورنيو ته به د مياشتې دوه زره روپۍ وركړے كېږي، يوټيلټي سټورز ته د 10 کلو اوړو تروړه په 400 روپۍ د خرڅولو پارښتنه، د وزيراعظم شهباز شريف قام ته خطاب كښې د خصوصي پيکيج اعلان
مضمون کا ماخذ : ایشیا ڈریگن