اسلام آباد 20 اپريل (اے پي پي) وزيرِاعظم شهباز شريف سره د امريکې د کانګريس غړې الهان عمر د شورو په ورځ ليدلې دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د پاك امريکا اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو ، دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څركندونه شوې۔ د راغلي مېلمنې عزم ٬ همت او سياسي هلې ځلې ستائلو سره وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان په وړومبۍ دوره د هغې تود هركلے وكړو۔ وزيراعظم هيله څركنده كړه چې دې سره به د پاکستان او امريکې وګړو ترميينځه په اړيكو ښه اثرات مرتب شي او پاکستاني پارلمان او د امريکائې کانګريس ترمينځه د خيالاتو څركندونې ته به وده ترلاسه شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې پاکستان امريکې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او شريك احترام، اعتماد او په مساوات اډانه دوه اړخيزه مرسته لا قوي كول غواړو۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې د دواړه هېوادونو ترمينځه تعميري رابطو سره به سيمه كښې امن، سلامتيا او پرمختګ ته وده ترلاسه شي۔ د دې خبرې ذكر كولو سره چې امريكا د پاکستان تر ټولو لوي تجارتي پارټنر دے ، وزيراعظم د دواړه هېوادونو ترمينځه په خاص توګه تجارت او سرمايه کارۍ په څانګو كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ وزيراعظم د پاکستان امريکې اړيكو ته وده وركولو كښې د سمندر پورې پاكستانيانو هڅې وستائلې۔ ده ووئيل پاکستان په قومي پرمختګ او نمو كښې دې مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔وزيراعظم مقبوضه جمو او کشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال رامخې ته كړو او د جمو او كشمير شخړې په امناكه حل ئې زور راوړو۔ وزيراعظم په دې خبره هم زور راوړو چې يو امناكه او مستحکمه سوئيلي اسياﺀ خپل پرمختګ ته پام لرنه كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د اسلامو فوبيا په شان خرابۍ مخنيوي لپاره په نړيواله كچه هڅو ته اړتيا ده۔ د کانګريس غړې الهان عمر د وزيراعظم مننه وكړه او هيله ئې څركنده كړه چې دې دورې سره به د پاکستان او امريکې ترمينځه اړيكو قوي كولو له مرسته تر لاسه شي۔ د کانګريس ميرمن غړې الهان عمر 20 نه تر 24 اپريل 2022 د پاکستان په دوره ده۔ اسلام آباد كښې د خپلې دورې په مهال به د ملاقاتونو نه علاوه هغه لاهور او آزاد جمو او کشمير دوره کوي دغسې چې د پاکستان کلتوري ، سماجي، سياسي او اقتصادي صلاحيت نه زياته خبر شي ۔
وزيرِاعظم شهباز شريف سره د امريکې د کانګريس غړې الهان عمر وليدل، په پاك امريکا اړيكو ، د شريكې خوښې په چارو ، دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څركندونه
مضمون کا ماخذ : گرم گرم