اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي)د قانون او انصاف پارليماني سېكرټري بېرسټر مليكه بخاري وئېلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت د اپوزېشن د كوم هم تحريك څخه هيڅ خطر نه لري٬ د تحريك انصاف حكومت به د كوم خنډ نه بغېر خپله آئيني موده ترسره كوي٬اپوزېشن چې كله هم په پارليمان كښې د حكومت شمېره كله هم چېلنج كړې نو هغوي ناكامۍ سره مخ شوي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره به خبرو كښې دې ووئيل حكومت د ګرانۍ نه خبر دے او په ګرانۍ قابو موندلو لپاره هر ممكنه هڅې روانې دي۔بېرستر مليكه بخاري ووئيل پخوانے وزيراعظم ميا نواز شريف د علاج لپاره بهر تلے ؤ خو تر نن تاريخ هغه په لندن كښې په كوم هم روغتون كښې داخل شوے نه دے٬ دې ووئېل عدالتونو هغه اشتهاري او مفرور ګرځولے٬هغه چې كله هم بېرته راشي نو عدالتونو كښې به د خپلو بدعنوانۍ مقدمو سره مخ كېږي ۔دې ووئيل اپوزېشن تقسيم دے او په هغوي كښې د ټاكلي حكومت ډي رېل كولو صلاحيت نشته۔
حكومت د اپوزېشن د كوم هم تحريك څخه هيڅ خطر نه لري۔پارليماني سېكرټري بيرسټر مليكه بخاري
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت