فیصل آباد۔22 مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد په معيشت كښې 33 بلين ډالره اضافه شوې۔ د روان مالي كال تر پايې به د برآمداتو مجموعي حجم 26 ملينه ډالره ته ورسي۔ هغه د خالي په ورځ نېشنل روغتون فېصل آباد كښې د کووډ 19وارډ پرانستې دستورې نه وروسته ميډيا سره خبرې كولې۔ هغه ووئيل د كووډ 19 دلاسه د ټولې نړۍ معيشت ځپلے شوے دے۔ د دې ټولو چېلنجونو باوجود د عمران خان په مشرۍ كښې موجوده حكومت په معاشي مېدان كښې يو شمېر كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ هغه ووئيل زمونږ معيشت د 33 بلين ډالر اضافې سره 4 فيصده ترقي كوي۔ كرنټ اکاؤنټس يو بلين ډالر سره سرپلس ٬ ، اېکسپورټس كښې 13.5فیصد اضافه شوې او د زرمبادله پنګې 24بلین ډالر ته رسېدلې دي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د 10 نه تر 20 روپو مياشتې په كرايه وسېدونكو وګړو ته د 5 نه تر 10 روپو مياشتې په قسط د چھت وركولو منصوبه پېل كړې ده۔ هغه ووئيل عمران خان د عام وګړي فكر كوي۔ د مايوسۍ سازش به ناكامه شي او اولس ته به نېغ په نېغه ريليف ترلاسه شي۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د هېواد په معيشت كښې 33 بلين ډالره اضافه شوې۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil