اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د پاكستان وسله وال ځواكونه او د اېف سي ځوانان د شهادت تاريخ لري، هند كله هم پاكستان د زړه څخه نه دے منلے، خو پاكستان يو حقيقت دے، پاكستان د امن داعي دے، مونږ په كوم بل هېواد كښې مداخله نه كوو، د پاكستان وسله والو ځواكونه او ټول قوم به په ګډه د ترهګرو خاتمه كوي. د اتوار په ورځ شخصي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې پاكستان تل لپاره د ترهګرو لار نيول غواړي او په افغانستان كښې امن لپاره كليدي كردار ترسره كوي. ده ووئيل چې د هېواد دښمن قوتونه پاكستان ترهګرې سره مخ كول غواړي او دا هر څه د دې لړې يوه كړۍ ده. شېخ رشيد احمد ووئيل چې هند په يو قيمت هم په پاكستان كښې امن نه غواړي، هغه په سازشونو كښې بوخت دے، پاكستان دننه نه د غېر مستحكم كولو هڅې كېږي او دې لپاره د قومي سلامتيا ادارو حكمت عملي مربوط ده. وسله وال ځواكونه د اوږدې مودې نه د ترهګرې په ضد جنګ كوي، د هېواد دښمن قوتونه به نېست و نابود شي او د پاك پوځ بېرغ به هسك وي
د پاكستان وسله والو ځواكونه او ټول قوم به په ګډه د ترهګرو خاتمه كوي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ