كراچي 15ستمبر (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود هدايت كړے چې صوبائي حكومت سره دې په ګډه قامي او صوبائي سترې لارې بحال كړې شي ٬ د ټولو وسائلو په كارولو دې زر تر زره د هائي ويز او لارو بحالي ممكن كړی شي۔د نېشنل هائي ويز اتهارټي وياند لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود دا هدايات د نېشنل هائي وے اتهارټي د كراچۍ هېډكوارټر دورې او په سندھ كښې د سېلاب ځپلو سړكونو صورتحال په اړه د بريفنګ په مهال وركړې۔د مواصلات وفاقي سېكرټري او د اېن اېچ اے چيئرمېن كېپټن_ر(خرم آغا٬علامه راشد سومرو هم د مولانا اسعد محمود سره وو۔وفاقي وزير ته د سېلاب له امله د هائي ويز په صورتحال د مواصلات سېكرټري كېپټن(ر)خرم آغا او د ساؤته زون ممبر منير احمد ميمن تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير ووئيل انډس هائي وے د سېلاب له امله تراوسه ځپلې ده٬په مهران هائي وے د سنګل ټريك په سبب هيوي ټرافېك نشي چلېدلے۔د بريفنګ په مهال ووئيل شول د انډس او مهران هائي وېز لوډ په نېشنل هائي اچولے شوے او د نېشنل هائي وے 70 فيصد برخه هم د سېلاب له امله ځپلې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د اېن اېچ اے عمله شپه ورځ د نېشنل هائي وے پشمول د نورو سترو لارو بحالولو په هڅو كښې بوښته ده ۔وفاقي وزير د اېن اېچ اے په روانو ھڅو د اطمينان څرګندونه وكړه او د افسرانو او عملې هلې ځلې ئې وستائېلې ۔وفاقي وزير ووئيل په سكهر- حېدر آباد موټروے په ترجيحي بنيادونو د كار كولو ضرورت دے
صوبائي حكومت سره دې په ګډه قامي او صوبائي سترې لارې بحال كړې شي ٬د ټولو وسائلو زر تر زره په كارولو دې د هائي ويز او لارو بحالي ممكن كړی شي۔د مواصلات وفاقي وزير مولانا اسعد محمود هدايت
مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری