اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) د کابل په روغتون كښې يوې اوونۍ لپاره وېړيا آئي كېمپ كښې نزدې د 4,290 رنځورانو معائنه شوې او د يو زر 33 كسانو بېلا بېلې سرجرۍ هم شوي ٬ الخدمت فاؤنډېشن او د پاك افغان کوآپرېشن فورم لخوا فري آئي کېمپ په مهال د پاکستان ډاکټرانو د جنګ ځپلي هېواد وګړو ته ويړيا طبي سروسز وركړے۔ د اطلاعات له مخې د كابل په النور آئي هسپتال كښې كېمپ كښې د 30 مئي نه پېل شوے كېمپ په پنځم جون پائې ته رسېدلے٬ په دې موقوع د پاکستان ډاکټرانو د 4,290 رنځورانو معائنه كړې، د 932 كسانو د سترګو د ګلونو سرجري شوې،د 51 ويټيوريټائنل سرجري او د 50 رنځورانو آکولوپلاسټي سرجري شوې۔ د كامياب فري آئي كېمپ نه پس د الخدمت فاؤنډېشن ميډيکل ډله پاكستان ته راستنه شوې٬ د يادونې وړ ده په کابل او خوست كښې هم دا ډول آئي كېمپ لګولې شوي وٶ چرته چې د پاكستان ډاكټرانو د افغان رنځورانو درملنه كړې وه
افغانستان كښې د پاکستان ډاکټرانو لخوا فري آئي کيمپ
مضمون کا ماخذ : کڑک