اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د ډېجيټلائزېشن په صورت مونږ داسې بدلون وينو كوم چې وړاندې نه دې ليدلے شوے٬ كومو قامونو چې ډيجيټلائزېشن خپل كړے ھغوي مخ په وړاندې تللي او پاكستان له هم په دې څانګه كښې موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ احسن اقبال ووئيل زمونږ پېړۍ د تختۍ نه تر فائيو جي بدلون ليدلے ، زمونږ ژوند د اېنالاګ نه ډيجيټلائزېسن ته رسېدلے او د بدلون دا رفتار ډېر تېز دے۔ ده ووئيل څنګه چې په هره څانګه كښې نوو راتلونكو لپاره د وړاندې تګ موقعې موجود وي٬ پاكستان هم د آئي ټي په څانګه كښې دا ډول موقعې لري۔ ده ووئيل مونږ د آئي ټي کمپنيز ته وائو چې دلته ريسرچ سنټر جوړ كړې٬ ځواب كښې راته ووئيل شول ستاسو ټېلنټ ښه دے خو ستاسو د نصاب جدت سره مطابقت پكار دے٬ اوس به مونږ په دې كار كوٶ
د ډېجيټلائزېشن په صورت مونږ داسې بدلون وينو كوم چې وړاندې نه دې ليدلې شوې٬ كومو قامونو چې ډيجيټلائزېشن خپل كړے ھغوي مخ په وړاندې تللي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک