اسلام آباد 17دسمبر (اے پي پي) د اسلامك ډوېلپمنټ بېنك صدر محمد سليمان الجيسر د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) خارجه وزيرانو د کونسل 17مه غونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته رارسيدلے ،دا کانفرنس به د اتوار په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې كېږي۔د جمعې په ورځ د اسلامي بېنك صدر محمد سليمان الجيسرپه راسيدو د خارجه چارو وزارت اعليٰ چارواكو د ده هركلے وكړو۔په دې موقع ”اے پي پي” سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د او آئي سي غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده ٬ چرته چې وګړي د امريکائي عسكرو انخلا نه پس ناامنۍ، لوږې او د خوراك كمي سره مخ دي۔ ده ووئيل ټول اسلامي هېوادونه په يو پليټ فارم راجمع كيدل د اوږدې مودې جنګ له امله د ځپلي هېواد مسئلو حل لپاره مهم دي۔ده ووئيل مونږ ټول به په ګډه په غونډه كښې د افغانانو مرستې لپاره په ګډه كار كوو۔ د اسلامي بېنك صدر ووئيل پاکستان يو مهم هېواد دے او د اسلامي بېنك مهم غړے دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې دا غونډه به د افغانانو لپاره يو ځل بيا امن له مرستياله وګرځي۔ ده د پاکستان حکومت د اړخه د خپل ګاونډي هېواد په سخت وخت كښې د کنفرنس کوربتوب وستائلو
د اسلامك ډوېلپمنټ بېنك صدر محمد سليمان الجيسر د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل غونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راورسيد
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2