اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د غربت د تخفيف خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئېلي دي د پاكستان احساس ډيجيټل سروے د كورونا وبا باوجود د جديد ټېكنالوجۍ د لارې ترسره شوې۔هغې دا خبرې د ورلډ بېنك د هيومن كېپټل په سرخط نړيوالې وزارتي غونډې ته په خپلې وېنا كښې وكړې۔غونډه د نړيوال بېنك او آئي اېم اېف د كلنو غونډو برخه وه۔په دې غونډه كښې د 80 څخه د زياتو هېوادونو وزيرانو٬ د نړيوال بېنك صدر او اعلٰی مشرتابه هم ګډون كولو۔د غونډې مقصد د ډېټا او ټېكنالوجۍ د لارې د سماجي تحفظ او انساني وسيلو پرمختګ لپاره په اقدامات غور كول وو۔ډاكټر ثانيه نشتر په خپلې وېنا كښې د احساس كېش ټرانسفر په پروګرامونو كښې د ډېټا او ټېكنالوجۍ په امتزاجي تجربو رڼا واچوله۔دستورې ته د بنګه دېش٬مېكسيكو٬تركيې٬ټوګو٬اردن٬كوريا٬سينيګال او د كينيا وزيرانو هم وېنا وكړه۔ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د احساس ايمرجنسي كېش په وېش كښې د استعمال شوې جديد ډېټا او د ټېكنالوجۍ د نظام هم بشپړه ډاډګيرنه شوې۔دې ووئېل د پاكستان احساس ډيجيټل سروے د كورونا وبا باوجود د جديد ټېكنالوجۍ د لارې تر سره شوې ٬دغسې د احساس ايمرجنسي كېش په وېش كښې د استعمال شوې جديد ډېټا او د ټېكنالوجۍ د نظام هم بشپړه ډاډګيرنه شوې۔دې ووئېل دا پروګرام د مستحقو د مرستې سره د سپېځلتياﺀ هم يو ځانګرے نظام لري او كوم د وروستو پاتې طبقو په ژوند كښې اسانۍ راپېدا كوي۔
د پاكستان احساس ډيجيټل سروے د كورونا وبا باوجود د جديد ټېكنالوجۍ د لارې ترسره شوې۔د وزيراعظم د سماجي تحفظ او د غربت د تخفيف خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د نړيوال ببنك نړيوالې وزارتي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا