اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د سماجي مسئلو خبرتيا پېدا كولو لپاره د سوشل مېډيا د استعمال په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي سوشل مېډيا د سياسي پولرائزېشن ختمولو لپاره يوه قوي ذريعه ثابتېدې شي٬په سوشل مېډيا موجود داسې مواد څخه دې ډډه وكړی شي كوم چې زمونږ مذهبي٬سماجي او كلتوري اقدارو سره مطابقت نه لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې په سوشل مېډيا اثر انداز كېدونكو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل جعلي او حقيقي خبرونو كښې فرق كول٬د سوشل مېډيا ښه والے په ګوته كول او دا د يو مثبت آله په توګه كارولو ته اړتيا ده دغسې چې تعليم او علم٬مستند٬د تصديق وړ او د باور وړ معلومات وركولو او په سماجي مسئلو د خيالاتو څرګندونه او د هغې حل رامخې ته كړے شي۔صدر مملكت ووئيل سوشل مېډيا د مسئلو رامخې ته كولو سره سره هېواد او اولس ته د پیښو ستونزو نه علاوه د كمزورو٬موخو او د ګټورو خبرو اترو يو ښه ذريعه ده۔صدر مملكت ووئيل سوشل مېډيا د سياسي پولر ائزېشن ختمولو لپاره يوه قوي ذريعه ثابتېدې شي۔ډاكټر عارف علوي په كراچۍ كښې د اوبو د صورتحال ذكر كولو سر ووئيل بايد د منصوبو په وخت كوټلې نقطه نظر ته پام لرنه وكړې شي۔ده ووئيل ډي سيلينېشن پلانټس نه علاوه”كے فور”منصوبه په كراچۍ كښې د اوبو كمي تر ټولو لوي حل دے۔صدر په سوشل مېډيا اثر انداز كېدونكو باندې زور راوړو چې په ځوانانو كښې د حكومت او نورو تنظيمونو د اړخه د آن لائن وړاندې كېدونكو ډيجيټل هنر مندۍ پروګرامونو په اړه شعور رابېدار كړئ
د سماجي مسئلو په اړه خبرتيا پېدا كولو لپاره د سوشل مېډيا كارولو ته اړتيا ده٬سوشل مېډيا د سياسي پولرائزېشن ختمولو لپاره يوه قوي ذريعه ثابتېدې شي۔صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری