اټك 01 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) اېم پي اے جهانګير خانزاده د 700 ځپليو لپاره راشن، بسترې ، جامې او اوبه پاك پوځ ته سپارلې دي ۔په اټك تحصيل حضرو كښې د خوراك څښاك څيزونه او سامان پيکنګ او لوډنګ په موقع ايم پي اے جهانګير خانزاده اے پي پي سره خپلو خاص خبرو كښې ووئيل په هېواد او قام چې كله هم سخت وخت راغلے پاك پوځ په ذمه وارۍ تر ټولو اول د اولس مرسته كړې ٬ په دې د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه او ټوله اداره د ستائنې وړ ده، جنرل سيکرټري سعيد اعوان، سټي صدر حاجي احسان خان نمبردار ، شکيل احمد او نعمان خان او نوموړې خبريال نثار علي خان هم په دې موقع موجود وو
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ