انقرہ۔1جون (اے پی پی) وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې د پاکستان او ترکيې ترمينځه د تجارتي اړيکو پراختيا لپاره پراخه موقعې موجود دي، ترک سرمايه کاران دې ترې ګټه پورته کړي، حکومت به ټولې ممکنه اسانۍ برابروي، تازه او عصري مهارتونه به سوکاله ټولنه جوړولو لپاره كارول وي٬د شورؤ په ورځ د پاك ترك تجارت كونسل غونډې ته په خطاب كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان او تركيه ژورې اړيكې لري او دواړه هېوادونه د دوستۍ په مضبوطو اړيكو يو بل سره تړلي دي٬ د دواړو هېوادونو ژبې بېلې خو كلتور يو دې٬ پاكستان او تركيه په هر سخت وخت كښې د يو بل ترڅنګ ولاړ پاتې شوي دي٬ ترك اولس په زلزلو، سېلابونو او نورو طبيعي پېښو کښې له پاكستان سره مرسته كړې ده۔ ده ووئيل ګرده نړۍ د كورونا وائرس وبا او د روسيه يوكرېن جنګ د لاسه معاشي ستونزو سره مخ ده۔ وزيراعظم ووئيل تېره شپه مې ترك سوداګرو سره بشپره خبرې وشوې٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او اولسي تړون زياتولو موقعې موجود دي۔ ده ترك سوداګرو او سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركولو سره ووئيل په پاكستان كښې د ترك سرمايه كارو سرمايه كارۍ ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل د توان په څانګه كښې هم ترك سرمايه كارو لپاره پراخه موقعې شتون لري۔ ده ووئيل په پاكستان كښی د ډېمونو په څانګه كښې هم لويه سرمايه كاري كېږي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې پن برېښنا څخه 40 زره مېګاواټ برېښنا پېدا كېدې شي ٬ ترك سرمايه كاران دې څخه بايد ګټه پورته كړي۔ وزيراعظم ووئيل هغه قومونه ترقي کوي كوم چې نوي سوچ او عصري مهارتونه کاروي، هغه ووئيل د پاکستان 60 فيصده آبادي په ځوانانو مشتمله ده٬ دوئي ته كه عصري مهارتونه او ټېنكالوجي وركړې شي نو دوئي مشري كولې شي۔ ده ووئيل د آئي ټي په څانګه كښې هم پراخا موقعې موجود دي۔وزیراعظم ترک کمپنیو ته باور وركړو چې حكومت به د سرمايه كارۍ او كاروبار په لاره كښې ولاړ ټول خنډان لرې كوي او ټولې ممكنه آسانۍ به برابروي۔ په دې موقعه خارجه وزير بلاول بھټو زرداری، د اطلاعاتو وفاقي وزيره مریم اورنګزیب، د تجارت وزير سید نوید قمر او د چوهدري سالك حسېن په شمول د پاكستاني پلاوي نور غړي هم موجود وو
د وزيراعظم شهباز شريف پاك ترك بزنس كونسل ته خطاب ٬ ترك سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم