اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) حكومتي مذاكراتي ډلې وئيلي دي عمران خان د عدالت توهين كوي ، سپريم كورټ بايد د دې ايكشن واخلي ، پي ټي آئي مذاكراتي ډلي د خبرو اترو څخه بائيكاټ كړے ، مونږ يو ځل بيا هغوې له د خبرو اترو بلنه وركوو۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير سردار اياز صادق د وفاقي وزير اسعد محمود، وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او وفاقي وزير آغا جان بلوچ سره ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير سردار اياز صادق ووئيل د سپريم كورټ په امر نن د شپې 10 بجې حكومتي ډلې او د پي ټي آئي ترمينځه خبرې كېدونكې وې خو د پي ټي آئي مذاكراتي ډلې د خبرو اترو څخه بائيكاټ كړے ۔ده ووئيل مونږ د عدليې په امر راغلې يو۔ د پي ټي آئي مذاكراتي ډلې انتظار كوو،سهار به عدالت ته وايو چې عمران خان د سپريم كورټ د احكامات خلاف ورزي كړي، وركرز له ئې بيا بيا ډي چوك ته د رسيدو كال وركړے۔ حكومت د سپريم كورټ په احكامات ټولې لارې پرانستلي دي ، پي ټي آئي كارمندان ډي چوك ته رسيدلي، ده ووئېل د مارچ ګډون كوونكو ګرين بيلټ او ګاړو ته اوور لګولے ۔ وفاقي وزير اسعد محمود ووئيل مونږ د خبرو اترو لپاره ډپټي كمشنر آفس كښې يو ، د پي ټي آئي مذاكراتي ډله بايد دلته ته راتللو سره چارې ترسره كړې وې۔ده ووئيل د هغه د احتجاج سره د او ليول امتحان ځنډولے شوے ، د ماشومانو تعليمي زيان شوے، د اسلام آباد وګړي د ستونزو سره مخ دي، زمونږ د احتجاج او مظاهرو په مهال سكولونه او روغتونونه پرانستې وؤ۔ده ووئيل د پاكستان د ټولو وګړو د مال او ځان او آزادۍ تحفظ به كولې شي۔ احتجاج آئيني حق منو،يو ځل بيا پي ټي آئي له د خبرو اترو بلنه وركوو، ده ووئېل هغوې دې په هېواد ٬ اولس او ماشومانو رحم وكړي۔ وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل د هند په غير قانوني تسلط لاندې جمو او كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كېږي،هند د دروغو او بې بنسټه مقدمو كښې حريت لارښود ياسين ملك له سزا وركړې۔ ټول هېواد په يو غږ بايد د دې غندنه كړې وه او هغه د كورنۍ ، كوروداني مشعال ملك او د هغه د لور سےه ئې د يووالي څرګندونه كړې وه خو عمران خان قام د فرق ښكار كړے۔ ده ووئېل عمران خان له د هغه د كوروداني په اپيل لانګ مارچ موخر كول پكار وؤ خو هغه د كرسۍ په جنګ كښې بوښت دے۔ وفاقي وزير آغا جان بلوچ ووئيل په داسې حالاتو كښې خبري نه شي كيدې ٬ كومو حالاتو سره چې هېواد مخ دے۔ پي ټي آئي دې مذاكرات لپاره راشي مونږ منتظر يو۔ده ووئيل مسئلې په خبرو اترو حل كېږي۔ده ووئيل مونږ د سپريم كورټ احترام كوو۔
عمران خان د عدالت توهين كوي، سپريم كورټ بايد په دې ايكشن واخلي۔ حكومتي مذاكراتي ډله
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم