اسلام آباد13 نومبر (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف باجوړ ضلع خار تحصيل كښې د بمي چاؤدنې غندنه كولو سره د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل پوليس افسرانو او ځوانانو د ترهه ګرۍ په ضد لوئ قربانۍ وركړې دي، پوليس چې د كومې بهادرۍ سره د ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې برخه اخستې ، قام په هغې وياړ لري۔ده ووئيل پاك پوځ ، رينجرز، اېف سي، پوليس پشمول د قانون نافذ كونكو ټولو ادارو د ترهه ګرغ ختمولو لپاره قربانۍ او هڅې د ستائنې وړ دي۔ شهبازشريف ووئيل د شهيدانو كورنيو ته سلام كوم او هغوې سره د يووالي څرګندونه كوو۔ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې په دې پېښه كښې شهيدانو له لوړې درجے او غمجنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria