اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب وئيلي دي پاکستان د ښه معاشي كاركردګۍ څرګندونه كوي٬ د ټيکس په محصولاتو او د زرمبادله ??ه پانګو كښې اصافه شوې ده، د نړيوال ريټنګ ايجنسو لخوا د پاكستان په کريډټ ريټنګ كښې بهتري د هېواد د مجموي اقتصادي استحكام عكاسي كوي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ پاكستان كښې د فن لېنډ سفير هانو ري پاتھي سره په ملاقات كښ?? وكړه۔ د خزانې وزير د فن لينډ سفير ته د هېواد په مجموعي م??اشي صورتحال او معاشي استحکام لپاره ??ه پورته كړې شويو اقداماتو بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل پاكستان نړيوال مالياتي فنډ سره د 9 مياشتو پروګرام بشپړ كړے دے او په دې وروستيو كښې 37 مياشتو لپاره آئي اېم اېف سره د سټاف لېول لوظنامه هم شوې ده۔ د فن لينډ سفير ??ه پاکستان كښې د اقتصادي اصلاحات ستائنه كولو سره ووئيل چې ??ه پاکستان كښې د فن لينډ د کمپنو مالي حالت ښه شوې ??ے۔ د خزانې وزير د جي اېس پي پلس په تجديد كښې په معاونت د فن لېنډ مننه كولو سره ووئيل چې دې سهولت سره د هېواد درآمدي څانګې ته فائده رسي۔ د ملاقات ??ه پايه كښې د پاكستان او فن لېنډ ترمېنځه دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو موافقت وشو او اقتصادي استحكام او نمو لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګندونه وشوه
پاکستان د ښه معاشي كاركردګۍ څرګندونه كوي٬ کريډټ ريټنګ كښې بهتري د مجموعي اقتصادي استحكام عكاسي كوي: سينيټر اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : quina acumulada