اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په شپږ ورځنۍ سركاري دوره جاپان ته رسېدلے۔ وفاقي وزير به د اسيائي پرمختيائي بانك د ګورنرانو د بورډ په 50مه كلنه غونډه كښې د وائس چيئرمېن په حېث ګډون كوي۔ دا غونډه به د 4 نه تر 7م مئي په يوكوهاما كښې كېږي۔ غونډه كښې به په اسياء او بحرالكاهل كښې د پرمختيائي چارو سره سره په نړيوالو معاملو خبرې كېږي۔ وفاقي وزير به د اے ډي بي كنفرنس نه علاوه د سارك خزانې وزيرانو په غونډه كښې ګډون كوي او دې سره سره به وفاقي وزير د اے ډي بي ٬ جائيكا او اے آئي آئي بي د صدرانو او چيئرمېن جېټرو سره هم ملاقاتونه كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به په سيمه ايزه او دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ