اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ د قطر دوه ورځنۍ سركاري دورې په مهال دوحه ته رسېدلے دے ، د قطر د ټرانسپورټ وزير جاسم سېف السليطي د دوحه په هوائي مېدان د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني په بلنه د قطر دوره كوي٬ وزيراعظم د قطر دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو٬ تجارت٬ سرمايه كارۍ او سيمه ايز امن لپاره د دواړو هېوادونو د مرستې زياتوالي لپاره د اهميت وړ ده۔ د چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د وزيراعظم د قطر وړومبنۍ دوره ده چې ورسره به پاكستان كښې د زراعت، د تجديد وړ توان٬ هوابازۍ، انفراسټرکچر، سېلګرۍ، لائف اسټاك، د خوراكي توكو برآمدي صنعت او په نورو څانګو كښې د قطر سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شي۔ د قطر دورې په مهال به وزيراعظم د قطر امير او د قطر نور اعلٰې قيادت سره ملاقاتونه كوي
وزيرِاعظم شهباز شريف د قطر په دوه ورځنۍ سركاري دوره دوحه ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ