اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې 18381 ځوانانو ته د 16.4 اربه روپو پور وركړے شوے٬ 28525 ځوانانو لپاره د ملازمتونو نوې موقعې رامخې ته شوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اطلاعات او خپرونو وزير فرخ حبيب سره په ګډه خبري كنفرنس كښې وكړه۔ په دې موقع د كامياب جوان ډېش بورډ اجرا وكړې شوه۔ هغه ووئيل نېشنل انفارمېشن ټیکنالوجی بورډ د ډیجیټل ډېش بورډ په تيارۍ كښې مهم كردار ترسره كړے او په دې زه د بورډ مننه كوم۔ په دې ډش بورډ به د قرضونو آن لائن تفصيلات موجود وي۔ د کامیاب جوان پروګرام ان لائن 3 کروړه 10 لاکه كسانو وزټ كړے۔ د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې نزدې 2 لکه ځوانانو ته سكالرشپ وركړے شوي۔ هغه ووئيل د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې پور اخستو له 11 لکه 98 زره 440 درخواستونه ترلاسه شوي كومو كښې چې 18 زره 381 ځوانانو ته د 16.4 اربه روپو پور وركړر شور او 28525 ځوانانو لپاره د ملازمتونو نوې موقعې رامخې ته كړې شوي۔ دغسې 6 لكه 63 زره درخواستونه د زيات عمر او يا د كاروباري منصوبې نشتوالي له امله مسترد كړے شوي۔ هغه ووئيل د جون په مهال د 4.8 اربه روپو او د جولائي په مهال د 2 اربه روپو پور ځوانانو له وركړے شوے ۔ هغه ووئيل دې لپاره 100 اربه روپۍ بېلې كړی شوي كومې به چې تر كال 2023 ځوانانو ته وركولې شي۔ د دې پروګرام له مخې د پور اخستو عمر حد د 18 نه تر 45 كاله دے۔ هغه ووئيل 9 اګست څخه كامياب پاكستان پروګرام پېل كېږي۔ د دې پروګرام ترسېوري لاندې قرض اخستونكو لپاره د عمر كوم حد نشته۔ هغه ووئيل 10 لكه روپۍ به ځوانانو ته د سود نه د پاك قرض په توګه وركولې شي۔ هغه ووئيل د کامیاب جوان هنرمند پاکستان تر سېوري لاندې 2 لكه ځوانانو ته د سكالرشپ د لارې فني تربيه وركړی شوې ۔ هغه ووئيل كامياب جوان پروګرام سره نه يوازې دا چې د ملازمتونو موقعې رامخې ته كېږي بلكې دا د هېواد په معيشت كښې هم مهم كردار ترسره كوي۔ خبريالاتو او كېبل آپرېټرز ته د دې پروګرام ترسېوري لاندې په آسانو شرطونو پور وركولې شي۔ هغه ووئيل د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لادې پور ترلاسه كولو له د اسلامي سرمايه كارۍ نظام موجود دے۔ ځوانان د عمل وړ منصوبې د لارې په آسانو شرطونو پور ترلاسه كولې شي
د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې 18381 ځوانانو ته د 16.4 اربه روپو پور وركړے شوے٬ 28525 د ملازمتونو نوې موقعې رامخې ته شوي ۔ د وزيراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania