اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه په وزيراعظم آفس كښې وشوه۔ غونډه كښې د آډټ او سائټ بورډ 2017 آډټ شوي مالي سټېټمنټ او كلن راپور وړاندې كړې شوې۔ كابينې بېلا بېلو هېوادونو سره د تفاهم په 7 يادښتونو د لاسليك منظوري وركړه چې مقصد ئې اقتصادي او ستراتېژك مرستې ته وده او د يوې منصوبې فزېب??ټي سټډي تيارول دي۔ كابيني د پریوېنش آف سمګلنګ آف مائیګرنټ آرډيننس 2018، د ??ار کونسلو ا?? د ??ار اېسوسي ایشنونو لپاره د مرستي تخصيص له د سېلنګ او يوټې??ټي سټورز كارپورېشن مېنجنګ ??ائكټر د ټاكنې هم منظوري وركړه۔ كابنيې د پورټس اېنډ شپنګ ??ائرېكټر جنرل ته د پورټ قاسم اتهارټۍ كراچۍ د چيئرمېن د چوكۍ اضافي چارج وركول?? د ??جويز هم منظوري وركړه۔ کابینې ته توان په څانګه٬ بنيادي انفراسټركچر ٬ صنعتي زون او د ګوادر پشمول ٬ د سي پېك په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ سي پېك له مخې د بېلا بېلو منصوبو تفصيلات بيانولو سره كابينې ته ووئيل شول چې د توان او انفراسټركچر پرمختګ د اقتصادي لارې د وړومبي پړاٶ لوے څانګې دي٬ د سي پېك له مخې د توان بېلا بېلو منصوبو بشپړېدو څخه به 17 زره مېګاٶاټ نه زياته ب??ېښ??ا په قامي ګرد كښې شامل شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې سي پېك به هېواد او په خاص توګه لرې پرتو او كم پرمختللې سيمو كښې سماجي او اقتصادي پرمختګ باوري كولو كښې ځانګړې مرسته وكړي۔كابينې ته ووئيل شول چې سي پېك به په مجموعي توګه د هېواد په پېداوار كښې اضافه او د معيشت بېلا بېلو څانګې كوټلې جوړولو كښې مرسته وكړي۔ كابينې د قامي شناختي كارډ ا?? د ??مندر پورې پاكستانيانو لپاره د قامي شناختي كارډ بيعې پحقله هم د سمرۍ منظوري وركړه۔
وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں