اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي سره د ارجنټائن د وسله والو ځواكونو چيف آف جوائنټ سټاف ټېننټ جنرال جوآن مارټن پاليو ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په وظيفائي چارو او په نړيواله كچه په بدلېدونكي امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاك بحريه وياند له مخې نېول هېډكوارټرز ته په راتګ د پاك بحريه مشر د مېلمه تود هركلے وكړو۔ په دې موقع ايډمرل محمد امجد خان نيازي په سيمه ايز مېري ټائم سكيورټي او امن باوري كولو لپاره د پاك بحريه په كردار رڼا واچوله۔ جوآن مارټن پاليو د مېري ټائم سكيورټي او استحكام پحقله د پاك بحريه د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د ارجنټائن د وسله والو ځواكونو چيف آف جوائنټ سټاف دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړېكې وده ومومي.
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل