لاهور 11 نومبر(اے پي پي) د هند هائي كمشنر اجے بساريا وئيلي دي چې د پاكستان او هند ترمېنځه تجارتي حجم 37 اربه ډا??رو ته رسول كېدے شي٬ د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كېدل غواړي٬ په حكومتي او اولسي كچه د دواړو هېوادونو ترمېنځه مربوط روابط باوري كولو لپاره د دواړو هېوادونو هائي كميسونونه بشپړ كردار ترسره كوي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښې ځائي مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئي?? چې په پاكستان كښې نوي حكومت سره د تجارت او كلتور پشمول په نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې لپاره اقدامات كولې شي او هيله ده چې زر به ئې نتيجې راوځي۔ ده ووئي?? چې كه د پاكستان او هند ترمېنځه د تجار?? د ??ارې خنډونه ختم كړے شي نو د دواړو هېوادونو تجارتي حجم 37 اربه ډا??رو ته رسېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئي?? چې هغه په دريم ځل لاهور ته راغلې دے او د لاهور د خلقو د مېلمستيا نه ډېر متاثره شوے دے۔ ده ووئي?? چې هغه لاهور ته خپلې كورودانې سره خريدارې لپاره راغلې دے۔
د پاكستان او هند ترمېنځه تجارتي حجم 37 اربه ډالرو ته رسول كېدے شي۔ د هند هائي كمشنر
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات