اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) پاكستان كښې د ايران سفارت خانې په كراچۍ كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې د ككړو عناصرو ايران سره د ممكنه روابطو لرلو تورونو پحقله د ځينې پاكستانو خبريالانو لخوا د شوو پوښتنو په بابله خپل غبرګون كښې وئيلي دي د كوم ثبوت او دستاويزي شهادت نه غېر دغسې تورونه غېر پېشه وارانه دي او د قبولو وړ نه دي ٬ د دې مقصد د دواړو هېوادونو د ورورولۍ او دوستۍ اړيكو ته زيان رسول دي۔ د زيارت په ورځ د ايران سفارت لخوا جاري بيان كښې وئيلي شوي بېشكه چې يو درېم فريق د پاكستان او ايران ترمېنځه د ورورولۍ او دوستۍ اړيكې خرابول غواړي۔ سفارتخانې وئيلي دي پاكستان او ايران له د خپلو نزدې اړيكو دښمنانو په چال كښې راتلل نه دي پكار۔ په بيان كښې په ميډيا زور رواړلے شوے چې ھغوي په مستندو او رسمي توګه ترلاسه معلوماتو باور ساتي۔
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس