کوټلي 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د آزاد کش??ير اولس له د ووټ د لارې خپل قسمت بدلول دي٬ د جولائي په 25مه نېټه په آزاد كشمير كښې هم د لوي بدلون اميد دے، د مقبوضه کش??ير د آزادۍ مقدمه به په هر نړيوال فورم وړاندې كوم، په مقبوضه وادۍ كښې مظلوم کش??يريان د څو لسيزو راهسې د هند ظلمونو سره مخ دي، کش??يريانو ته د خپلواكۍ پېدائشي حق ملګرو ملتونو وركړې دې٬ د مقبوضه سېمې او آزاد کش??ير اولس به د خپل سباٶن پرېكړه پخپله كوي٬ د كشمير هلې ځلې زمكې لپاره نه بلكې بشري حقونو لپاره دي، هند به تر ډېرې مودې د كشميريانو د حريت جذبې په وړاندې ټېنګ پاتے نشي، نواز شريف بهر هېواد كښې خپلې اثاثې پټولو لپاره د مودي سهارا اخستې۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ په كوټلي كښې د تحريك انصاف تر سېوري لاندې انتخابي ??لس?? ته خپله وېنا كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل په زړه پورې هركلي كولو سره د كوټلې د اولس مننه كوم۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل مسلم ليګ (ن) او پ??پل?? پارټۍ نه پوښتنه كوم چې ھغوي اولس د غربت نه بهر كولو لپاره څه اقدامات كړې دي، آيا دواړه سياسي ګوندونه دا وئيلې شي چې ھغوي كشميريانو له څه كړي دي۔ هند هېڅكله هم مسلمانان او نور اقليتونه مساوي وګړي نه دې ګِڼلي، هند كښې دا مهال د آر اېس اېس پلوي واكداران دي۔ ده ووئيل زه د زرداري او نواز شريف څخه پوښتنه كوم چې ھغوي څو ځله د آر اېس اېس معتصبانه سوچ بې نقابه كړې، په کش??يريانو ظلمونه كوٶنكې مودې نواز شريف د خپلې نمسۍ په واده كښې رابللې٬ د پاكستان پخواني خارجه سېكتر دا انكشاف كړې چې نواز شريف هغه په هند د تنقيد نه منع كړې ؤ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل امريکې د نواز شريف او زرداري په رضامندۍ په پاكستان ډرون بريدونه كول۔ ده ووېيل په غربت كښې كمي لپاره د احساس او كامياب پاكستان پر??ګرام د لارې رېكارډ فنډز مختص كړې شوې دي، د کامياب پاکستان پر??ګرام له مخې به د هرې بې وسه كورنۍ يو تن ته د سود نه پاكه قرضه وركولې شي٬ د پر??ګرام له مخې به د مستحق كورنۍ يو تن ته فني تربيه هم وركولې شي، د هرې بې وسه كورنۍ مشر ته به د صحت د ويړيا بيمې سهولت هم وركولې شي۔ ده ووئيل د کامياب پاکستان پر??ګرام له مخې به مستحق كورنيو ته د ضرورت په څيزونو سبسډي وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د آزاد کش??ير اولس له د ووټ د لارې خپل قسمت بدلول دي٬ د مقبوضه کش??ير د آزادۍ مقدمه به په هر نړيوال فورم كوم٬ هيله لرم چې د جولائي په 25مه نيټه به په آزاد كشمير كښې هم لوے بدلون راشي، ده ووئيل په آزاد جمو و کش??ير كښې د مسلم ليګ (ن) حكومت دے٬ انتظاميه او الېكشن كمېشن د دوي ماتحت دي، لنډ مهاله حكومت هم نشته٬ د دې باوجود د ټګۍ چغې وهلې كېږي۔ آزاد کش??ير كښې به سېلګرۍ ته وده وركولو لپاره اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل مقبوضه سيمه كښې کش??يريان د څو لسيزو راهسې هندي ظلمونو سره مخ دي، کش??يريانو ته د خپلواكۍ پېدائشي حق ملګرو ملتونو وركړې دې، د مقبوضه سيمې او آزاد کش??ير اولس به د خپل سباٶن پرېكړه خپله كوي، د کش??يريانو هلې ځلې زمكې لپاره نه بلكې بشري حقونو لپاره دي، هند به تر ډېرې مودې د كشميريانو د حريت جذبې په وړاندې ټېنګ پاتے نشي۔ ??لس?? ته د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور او سېنېټر فېصل جاوېد سره سره د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ لپاره كوټلي څخه د تحريك انصاف كانديد ملك يوسف، انصر ابدالي، ملك ظفر او چوهدري محمد اخلاق هم وېنا وكړه
د آزاد کشمير اولس له به د ووټ د لارې خپل قسمت بدلول وي٬ د جولائي په 25مه نېټه په آزاد كشمير كښې هم د لوي بدلون اميد دے، د وزيراعظم عمران خان په کوټلي كښې انتخابي جلسې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا