منسك21 اګست (اے پي پي) پاکستان او بيلاروس دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو او پا??لماني رابطو ته ودې وركولو ته سلاح شو ٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل پا??لماني سفارتكاري د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو په مستحكمولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د بيلاروس خپل همڅنګ ايګور سرګينکو سره ملاقات وكړو چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ په دې موقع دواړه سپيكران پ?? شريكه توګه پا??لماني روابطو ته لا ودې وركولو ته سلاح شول۔د بيلاروس سپيکر د سردار اياز صادق او د پا??لماني پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د پلاوي اوسنۍ دوره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم سنګ ميل ثابت شي۔ سپيكر ايګور سرګينکو ووئيل بيلاروس پاکستان سره خپلو نزدې اړيكو ته په درنه سترګه ګ??ري۔ په دې موقع دواړو سپيكرانو نزدې مرسته او شريك افهام و تفهيم ته وده وركولو لپاره د هلو ځلو روانو ساتلو ته اتفاق وكړو۔ د بيلاروس سپيکر ايګور سرګينکو په نړيوال فورمز د پاكستان لخوا د بيلاروس په ملاتړ كولو هم مننه وكړه۔
د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق سره د بېلاروس خپل همڅنګ وليدل
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا