اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د اوبو وسائلو وفاقي وزير سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې بلوچستان له د اوبو وركړې په اړه د خصوصي کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ شوې۔د اوبو وسائلو او ارسا چارواكو د اوبو وركولو په اړه د سندھ دورې او بلوچستان له د اوبو وركولو په اړه خپل رپورټ وړاندې كړے ۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اياز صادق ، آغا حسن بلوچ ، د اسمبلۍ غړو خالد مګسي ، د اوبو وسائلو وفاقي سيکرټري ، د ارسا چئيرمېن او ممبرز او نورو ګډون وكړو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول بلوچستان له د حاجت له مخې اوبو وركول به په يو څو ورځو كښې پيل كړې شي۔صوبې له په درېو ورځو كښې د نورو 6 زره کيوسك اوبو وركولو عمل پېل شوے۔څو ورځو كښې به اوچھ او منوټھي کنال څخه د اوبو وركړې پيل كړې شي۔په دې موقع وفاقي وزير سيد خورشيد شاه ووئيل اوسنو بارانونو څخه هيله لرو چې د اوبو كمے به پوره شي،حکومت هڅه كوي چې ټولو صوبو له يو ډول د اوبو آسانۍ وركړي۔ سيد خورشيد شاه ووئيل سباؤن كښې به بلوچستان د اوبو وركړې په اړه كومه ګيله نه لري۔ د ذيلي کمېټۍ رپورټ په رڼا كښې به ډير زر وزير اعظم ته په دې اړه مفصل رپورټ وړاندې كړے شي
د وفاقي وزير سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې بلوچستان له د اوبو وركړې په اړه د خصوصي کمېټۍ غونډه،د اوبو وسائلو او ارسا چارواكو سندھ او بلوچستان له د اوبو وركولو په اړه رپورټ وړاندې كړو
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال