اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي امريكا د پاكستان په لويو تجارتي شراكتدارو كښې شامل هېواد دے ٬دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتول د دواړو هېوادونو لپاره ګټھ ور دے٬كوم چې د تېرو پنځو كلونو په مهال پنځه ارب ډالره دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان لپاره د امريكې استازې مائيكل فرومين سره پھ خپلو خبرو كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل پاكستان به د امريكې سره شراكتداري زياتوي او اقتصادي اړيكې به قوي كوي۔ده مينځني آسيا تجارتي او سرمايه كاري فريم ورك لوظ نامه كښې پاكستان ته د مبصر په درجه وركولو د استازي مننه وكړه۔ده ووئيل غېر ملكي كمپنۍ پاكستان كښې د خپلې سرمايه كارۍ بشپړه ګټھ ترلاسه كوي۔ده ووئيل د پاكستان ټېكسټائل مصنوعاتو لپاره تر ترجيحي ماركيټ رسنې سره به د امريكې په منډيانو كښې د پاكستان برآمدات زيات شي٬ ده ووئېل زمونږ د توان وضعه تر ډېره حده ښه شوې٬تر 2018 به د برېښنا په كمي د قابو موندلو جوګه شو۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د ټيفا كونسل غونډې اتم پړاؤ به ګټور وي او دواړه هېوادونه به دوه اړخيزه تجارت زياتولو له نوې لارې ولټوي۔سفير مائيكل فرومين ووئيل پاكستان د تېرو دريو كلونو په مهال په بېلو څانګو كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې۔په هېواد كښې د امنيت وضعه ښه شوې كومه چې د سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره مهمه ده٬په ملاقات كښې د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير٬د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او نور اعلٰی افسران هم موجود وو۔د وزيراعظم ستائنه كولو سره مائيكل فرومين ووئيل د افراط زر كمه كچه٬ د غېر ملكي زرمبادله پانګو رېكارډ زياتوالې او د آئي اېم اېف پروګرامونه په كاميابۍ بشپړېدوڅخه د حكومت اقتصادي پالېسۍ معلومېږي
د پاكستان ټېكسټائل څېزونو لپاره تر ماركيټ رسنې سره به امريكائې منډيانو كښې د پاكستان برآمدات زيات شي
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن