بهاولپور11اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د بهاولپور دورې په مهال په اسلاميه پوهنتون كښې د نېشنل کاټن بريډنګ انسټيټيوټ پشمول د بېلا بېلو منصوب?? پرانسته كړې ۔ د شورو په ورځ وزيراعظم په پوهنتون كښې د نړيوال معيار تدريسي سهولتونو لرونكې نرسنګ كالج پرانسته وكړه، نرسنګ کالج به ن?? يوازې په منطقه كښې د نرسنګ پحقله د موجوده افرادي قوت استعداد زياتولو له مرستياله وګرځي بلكې د سوئيلي پنجاب ځوانانو لپاره به د روزګار موقع وركولو لپاره هم ګټور وګرځي۔ وزيراعظم د كرکټ ودې لپاره د جوړ كړے شوي د اسلاميه يونيورسټۍ په بغداد الجديد کېمپسكښې د كركټ د لوبغالي پرانسته هم وكړه۔ د دې نه علاوه وزيراعظ?? د اسلاميه پوهنتون د توان حاجت ترسر?? كولو لپاره د 2.5 مېګاٶاټ سولر منصوبې هم پرانسته وكړه٬ منصوبهبه ن?? يوازېد پوهنتون ضرورتونه د ترسر?? كولو استعداد لري بلكې دې څخه ترلاسه كېدونكې اضافې ب??ېښنا به مېپكو ته وركولې شي، منصوبې څخه ترلاسه كېدونكې ب??ېښنا يو يونټ به يوازې په 1.7 روپۍ ترلاسه شي او په 25 كاله كښې به دا منصوبه په مجموعي توګه قامي خزانې ته 45 كروره 50 لكه روپۍ ګټه ورسوي٬ دا به ن?? يوازې نورو پوهنتونون لپاره د لارې مشال وګرځي بلكې د پوهنتون زد?? كوٶنكو ته به د عملي تعليم او مشاهدې موقعې هم په لاس وركړي۔ په بهاولپور ډويژن كښې د پومبې فصل د اهميت له مخې وزيراعظم په اسلاميه پوهنتون كښې د نېشنل کاټن بريډنګ انسټيټيوټ هم پرانسته وكړه٬ اداره د پومبې فصل د لږو وسائلو باوجود زيات پېداوار تر لاس?? كولو لپاره د تحقيق د لارې د پومبې په كر كښې جديديت راولي۔ د دې نه علاوه وزيراعظم د انټر کراپنګ ريسرچ سنټر هم پرانسته كړې چرته چې په ابتدائي توګه د سټرپ انټر کراپنګ د لارې د سويا بين او جوارو پېداوار په زياتولو تحقيق روان دے٬ ذكر شوې تكنيك سره به د جوارو كر متاثر?? كولو نه غېر د سويابين پېداوار زياتولو لپاره مرستياله وګرځي٬ د سويا بين پېداوار كښې زياتوالي سره به د كروندګرو آمدن ويات شي٬ په درآمدات كښې به كمےراشي او خوراكي تېلو كښې به پاكستان تر ډېره حده خودكفيل كړے شي
وزيراعظم عمران خان په اسلاميه پوهنتون بهاولپور كښې د بېلا بېلو منصوبو پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania