اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د خزانې سلاحاكار شوکت ترين وئيلي دي ځوانانو ته هر سهولت وركول د وزيراعظم عمران خان وژن دے٬ د ځوانانو د كار استعداد زياتولو سره به هېواد د ترقۍ په لوري په تندۍ سره روان شي، کامياب جوان پروګرام د ځوانانو په پرمختګ كښې كليدي كردار لوبوي، زمونږ مقصد فلاحي مملكت جوړول او هېواد ته غوره معاشي سباٶن وركول دي٬ حكومت به ټېكس وركونكو او كاروباري ورورولۍ ته هر ډول ممكنه سهولت وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په اسلام آباد چېمبر آف کامرس كښې کامياب نوجوان کنونشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ شوكت ترين ووئيل انساني وسائل د هر هېواد يا قام د پرمختګ اثاثه وي كوم چې په سمو معنو كارولو سره د هېواد د تعمير او ترقۍ منزلونه سر كېدے شي۔ ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح ځوانان خپل جانشين ګرځولي وو خو د بده مرغه په ماضي كښې دا قېتمي اثاثه نظر انداز كړې شوې خو اوس وزيراعظم عمران خان دا وژن لري چې دوي ته ھر ھغه سهولت وركړے شي د كوم سره چي دوي په كاميابۍ د هېواد په پرمختګ كښې خپله برخه واچولې شي او هم د دې له امله ده د عثمان ډار په ولوله لرونكې قيادت كښې كامياب جوان پروګرام ګټور ثابتېږي۔ په دې موقع عثمان ډار سره سره نورو ګډون كوٶنكو هم وېنا وكړه۔ د خزانې سلاحكار ووئيل کامياب جوان پروګرام د ځوانانو په پرمختګ كښې كليدي كردار لوبوي، زمونږ مقصد فلاحي مملكت جوړول او هېواد ته غوره معاشي سباٶن وركول دي٬ حكومت به ټېكس وركونكو او كاروباري ورورولۍ ته هر ډول ممكنه سهولت وركوي
ځوانانو ته هر سهولت وركول د وزيراعظم عمران خان وژن دے،د انکم ټېکس او جي اېس ټي نه علاوه پاتې ټېكسونه به دوو دريو كلونو لپاره ختمولې شي۔ شوکت ترين
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن