اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د ډيجيټلائزېشن نظام كښې د سپېځلتيا سره كاركردګي هم زياتېږي٬ پاكستان به د انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې وړاندې والے ترلاسه كوي٬د كورونا په ضد په ښه تګلاره په وبا قابو مومو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ايوان صدر ډيجيټلائز كولو دستورې ته وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل په اوسني دور كښې انفارمېشن ټېكنالوجي لويې اهميت اختيار كړے٬ډيجټلائزېشن سره به په نظام كښې د سپېځلتيا سره كاركردګي هم زياته شي٬حكومت ادارې ډيجيټلائزېشن پلو منتقل كوي٬ده ووئيل دا نفارمېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې تندۍ سره پرمختګ په ټولنه كښې انقلاب راوستے٬فور جي او فائيو جي د انټرنېټ رفتار تند كړے ٬ډيجيټلائزېشن سره انسان لپاره آسانۍ راپېدا شوي او د هغې كاركردګي او رفتار هم زيات شوے۔ده ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجي سره انسان د معلوماتو ذخيره كولو صلاحيت زيات شوے٬د كوم هم څيز په حقله معلومات آسانۍ سره د انټرنېټ د لارې معلومېدے شي۔ده وئيل د سي سي ټي وي كيمرو په مرسته د جرمونو مخ نيوي له مرسته ترلاسه شوې۔ ده ووئيل ايوان صدر ډيجيټلائزېشن كولو پلو منتقل كولو سره به اولس ته تر معلوماتو رسنه آسانه شي۔ده ووئيل محتسبين په 69 ورځو كښې پريكړه كوي او په يوه مياشت كښې په اپيل پريكړه كوي۔ده ووئيل اليكټرانك ووټنګ مشين يو ساده مشين دے ٬ دا كمپيوټر مشين نه بلكې كاؤنټنګ مشين دے۔د ټولو اړوندو ډلو سره په دې معامله مشاورت شوے ۔ ده ووئېل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره د انټرنېټ د لارې د ووټنګ مشين په ذريعه د ووټ اچولو نظام محفوظول غواړو۔يوازې دا باور كول ضروري دي چې سسټم هېګ نه شي۔په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجي اينډ كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق او نور هم موجود وو۔
پاكستان به د انفارمېشن ټېكنالوجي په څانګه كښې وړاندې والے تر لاسه كوي ٬د كورونا په ضد په ښه تګلاره په وبا قابو مومو٬ د صدر ډاكټر عارف علوي د ايوان صدر ډيجيټلائز كولو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena